بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ علیشنګ ته د لغمان دکرنې رییس سفر
۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد علیشنګ ولسوالی ته په داسې حال کې سفر وکړ چې د یاد ریاست د کرنیزوچارو امر انجینر بریالي همدرد،دطبیعي زېرمو امر اصحاب الدین حلیمي او د عشر او زکات د راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام یې ملتیا کوله.
د دې سفر په ترڅ کې دلغمان د کرنې رییس د کرنیزو چارو مدیریت، عشراوزکات، ځمکوالۍ چارو مدیریتونو له کارکوونکو، کروندګرو او مالدارانو سره جلاجلا ناستې وکړې.
دلغمان دکرنې رییس ددې ولسوالی د کرنې له کارکوونکو سره په کتنه کې له دوی څخه وغوښتل، چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي: «دکروندګرو، مالدارانو او عام ولسونو ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړئ، خپلې چارې په همغږۍ ترسره، متوازن خدمات ولسونو ته وړاندې کړئ.»
دغه راز د لغمان دکرنې رییس د یاد ولسوالی د کرنې ادارې کارکوونکي خپلو دندو ته متوجي کړل، د دوی ستونزې واوریدې او دوی ته یې د ستونزو په اړه دحل ډاډ ورکړ.
همداراز د یاد سفر په ترڅ کې د لغمان دکرنې رییس له کروندګرو او مالدارانو سره ولیدل او د دوی ستونزې له نږدې واوریدې او دوی ته یې د هراړخیزې همکاریو ډاډ ورکړ.
په ورته مهال کروندګرو او مالدارانو له کرنې رییس څخه مننه وکړه، چې علیشنګ ولسوالی ته یې سفر کړی او د دوی ستونزې یې له نږدې واوریدې.