د خوست د مرکزي بڼ د اوبو ستونزه هواره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۱:۳۰
د خوست د مرکزي بڼ د اوبو ستونزه هواره شوه

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکزي بڼ د خوړوبولو د ستونزې هوارولو په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې یاد بڼ لپاره د ژورې څاه کیندنې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د خوست دکرنې رییس مولوی محمد زمان عمري وویل، چې د خوست د مرکزي بڼ د اوبو ستونزې د هوارولو په پار د ژورې څاه کیندنې چارې بشپړ شوي، چې ورسره به دیاد بڼ مېوه لروني او بې مېوې ونې، سابه او نور کرنیز توکي خړوبه او په دې برخه کې به د یاد بڼ ستونزې هوراې شي.
ددې پروژې په پلي کېدو سره د یاد بڼ د خوړوبولو ستونزې هوارې او ترڅنګ یې د بڼ زرغونتیا ته زمینه برابره شوې ده.
د خوست دکرنې رییس دغه راز وویل، چې ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په پار د یوشمېر نورو پروژو چارې هم روانې دي، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت