لغمان کې پر ۱۴۰ اړمنو کورنیو د مرخېړیو روزنې توکي ووېشل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۱:۱۳

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د لغمان مرکز مهترلام په ګډون ددې ولایت د «علینګار، علیشنګ، دولتشاه او قرغه یي» کې د افغان نابینایانو د سمون مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۱۴۰تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د نفقي پیداکولو مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار  د مرخیړیو تخمونه او دروزنې توکي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره علیشنګ کې ۴۴، دولتشاه کې ۴۸، قرغه یې کې ۱۳، مهترلام کې ۱۲ او علینګار کې ۲۳ ښځینه بزګرانو ته د مرخېړیو تخم، یو عدد ترپال، مړه چونه، پلاستیک، ترمامیتر، بوس، د اوبو ډرم او آب پاش وېشل شوي دي.
د مرخېړیو تخمونو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابره شي؛  د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز د مرخیړیو ترویج او ښي روزنې په برخه کې مختلف روزنیز پروګرامونه هم یادو کسانو ته ورکول کېږي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د مرخیړیو ترویج او  روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت