د هلمند دوو ولسوالیو کې لسګونو اړمنو کورنیو سره د چرګانو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۲:۳۴
د هلمند دوو ولسوالیو کې لسګونو اړمنو کورنیو سره د چرګانو د خوراکي توکو مرسته وشوه

١۳ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (ډاکار) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په مارجې او ناوې ولسوالیو کې لسګونو بې وزله، او اړمنو کورنیو ته د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي، چې په تعقیب یې پر یادو کورنیو د چرګانو خوراکي توکي هم ووېشل شول.
د دې مرستې په لړکې د هلمند د مارجې ولسوالی٥٠ او ناوې ولسوالی ٤٧ کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو لپاره خوراکه ووېشل شوه. 
د یادولو وړ ده، چې همدغو کورنیو ته تر دې وړاندې هرې کورنۍ ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان، د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړلو لوښې او نور توکي ورکړل شوي وو. 
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله کورنیو اقتصادي ودې او مېرمتو ته په کور دننه د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت