هلمند کې د پستې ۵۰ جریبه بڼونه جوړیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۴:۵۷
هلمند کې د پستې ۵۰ جریبه بڼونه جوړیږي

۲۳ وږی ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالداررۍ ملي برنامې «NHLP» او د «مرسي کور» بدیل معیشت پروګرام له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې ۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي ددې پروسې په لړ کې په دې ولایت کې د پستې ۵۰ جریبه نوی بڼونه جوړیږي.
ښاغلي الکو زیاته کړه، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له خوا د مرسي کور دبدیل معیشت پروګرام په همکارۍ د مرکز لښکرګاه او نهرسراج ولسوالیو څه باندې ۱۰۰ تنو بڼوالو او ځمکوالو ته د پستې نیالګیو د پیوند په پار روزنیز پروګرام په لاره واچول.
ګډون والو ته په دې پروګرام کې د پستې نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شول.
په هلمند کې د پستې ۵۰ جریبه نوي بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د هلمند د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې ۳۱۴ جریبه بڼونه جوړې شوې دي، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت