هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۹:۵۰
هلمند کې یوشمېر بزګران وروزل شول 

۳۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په ګرشک او ناوې ولسوالیو کې بزګرو ته دغنمو کرکیلې او بڼوالۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شوي دي.
دوی وایي،چې دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مقام په لارښونه، د ګرشک ولسوالی د حیدراباد، میرمنداب او  زمبلې دسیمو یوشمېر کروندګرو ته  دغنمو دتخم سره د ویتاواکس درملو دګډولو لارې چارې  په عملي ډول  ور وښودل شوې او ددی ترڅنگ پر ۲۰ تنو بزگران پر هر بزګر ۱۰۰ گرامه ویتاواکس درمل هم ووېشل شول.  
ددې ترڅنګ دناوې  ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې کروندګرو ته دغنمو دتخم سره د یادو درملو دګډولو، کارولو، ګټو او همدارنګه د یوریا لسپرې دجوړولو،  پر مېوه لرونکو ونو باندې د کارولو او د هغو د ګټو په اړه پوهاوی ورکړل شوي دي.
ددغو روزنیزو پروګرامونو موخه د بزګرانو او بڼوالو وړتیاوې لوړول او د کرنیزو محصولاتو زیاتول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت