د ننګرهار کانال شرکت: په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۰:۱۶
د ننګرهار کانال شرکت: په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل کېږي

٢۴ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کال شرکت چارواکي وایي، چې د غنمو حاصلاتو زیاتوالي په پار د هډې فارم په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل کېږي.
په همدې موخه د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم، د هډې فارم امر انجنیر سیداغا میاخېل، د کانال شرکت د کرنیزو چارو مسوول انجنیر جمیل خوشحال، د دفتر امر قاري شکیل احمد ذاهب خېرخواه او یوشمېر نورو چارواکو سره ناسته وکړه.
د چارواکو په خبره هډې فارم پراخه کرنیزې او حاصلخېزه ځمکې لري.
په دغه فارم کې کرنیزې ځمکې،غېر کرنیزې ځمکې، د زیتونو بڼونه، ستروسو بڼونه، ځنګلاتي سیمې، خرمابڼونه. تفریحي پارکونه، کلیسون بڼ، ثمرخېلو ستره قوریه، عبدالخېلو بلاک مالټې بڼ =، کلیکسون بڼ او تفریحي پارک، هډې فارم اړوند ګدامونه، امریت مقام، کلوپ، رسټورانټ او نورې ودانۍ شتون لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت