هلمند کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۲۲
هلمند کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۲۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او نادعلی ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو دغنمو اصلاح شویو تخمونو اوکیمیاوي سرې وېشلو په موخه د مستحقینو د انتخاب او سروې چارې پیل شوي دي.
دیادی پروسې له لارې هر بزګر ته ٥٠کیلوګرامه توره سره ٥٠کیلوګرامه سپینه سره او ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکول کېږي.
ددې پروسې په لړ کې د نادعلي ولسوالی ٦٠٠٠ تنه بزګر شامل دي، چې د سروې چارې یې په عملي دول پیل شوي دي. 
ددې تر څنګ په مرکز لښکرګاه کې تر دې مهاله ١٩٦٥ تنه بزګر سروې او د نورو مستحقینو د انتخاب چارې روانې دي.
دسروې چارې دګډ هیئت لخوا په شفاف ډول ترسره کېږي.
د دې پروسې موخه په دې ولایت کې د بزګرانو ملاتړ دی، چې پر مټ به یې ځمکوال وکولای شي له خپلو ځمکو څخه لوړ حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت