کندهار کې د ۱۰۰ زره قلمو څخه د قوریې جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۵۴
کندهار کې د ۱۰۰ زره قلمو څخه د قوریې جوړولو چارې پیل شوې

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ، د کرنیزو چارو او طبیعي سرچینو آمریتونو په تخنیکي همکارۍ، د ژړۍ ولسوالی ترویجي فارم او د کښته شاولیکوټ ولسوالی منګالي فارمونو کې د ۱۰۰ زره قلمو څخه د مېوه لرونکو قوریو جوړولو چارې پیل شوي. د دې پروژې موخه د راتلونکي کال لپاره د نیالګیو تولید او د مېوه لرونکو ونو پراختیا ده.
په یادو قوریو کې د انګور، انار، انځر او چنار قلمي شاملې دي، چې پر شاوخوا ۱۰ جریبه ځمکه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل پر بنسټ کرل کېږي. تمه ده، چې د دوو کالو په اوږدو کې به دا قلمي د کندهار ترڅنګ، نورو ولایتونو ته هم د مېوه لرونکو نیالګیو د تولید او پراختیا لپاره واستول شي.
قوریه د نیالګیو د کرنې، پراختیا او تکثر لپاره کارول کېږي، چې په لومړي پړاو کې قلمي په منظمه توګه په ځمکه کې ایښودل کېږي، او د دوو کلنو وروسته یادې قلمي د میوې او حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره نورو ځمکو ته انتقالېږي، ترڅو د مېوو لرونکو ونو کرنه پراخه شي او د سیمې بزګران یې له اقتصادي ګټو برخمن شي.
د قوریو جوړولو اساسي موخه د نیالګیو روزنې ته وده ورکول، د مېوه لرونکو ونو تولید زیاتول، او د کندهار ترڅنګ د هېواد نورو ولایتونو ته د نویو میوو ترویج دی، ترڅو په هېواد دننه د بیلابېلو میوو کرنه زیاته شي او نوي نباتات عام شي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورخې مهکې هم د کندهار څېړنیز فارم کې پر ۶۰۰ متره مربع ځمکه د ۶ زره ستوني مېوو لپاره د قوریې کرلو چارې پیل شوې، چې په پایله کې به یې ۱۰۰۰ د شفتالو او ۵ زره د بادامو نیالګي پیوند شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت