کندهار کې د چرګانو روزنې فارمونو څخه د ورځې ۳۵۰ زره هګۍ او زرګونه کیلوګرامه غوښته تولیدېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۵۸
کندهار کې د چرګانو روزنې فارمونو څخه د ورځې ۳۵۰ زره هګۍ او زرګونه کیلوګرامه غوښته تولیدېږي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخېږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې د چرګانو روزنې یوزر او ۲۰۰ لوی او واړه فارمونه شتون لري، چې د ورځې زرګونه کیلو ګرامه غوښه او ۳۵۰ زره هګۍ تولیدوي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو فارمونو جوړول د کارموندنې ترڅنګ د چرګانو د غوښو د تولید په برخه کې یاد ولایت ځان بساینې ته نږدې کوی او ددې ولایت ګاونډ ولایتونه هم کولای شي، چې له دغو فارمون څخه ګټه پورته کړي.
د چارواکو په خبره زیاتره فارمونه د یاد ولایت په دامان، ژېړۍ، ارغنداب، ډنډ، پنجوايي، میوند او ارغستان ولسوالیو کې شتون لري، چې په دغو فارمونو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ددغو فارمونو د جوړولو موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي وده او ملاتړ او په کور دننه مېرمنو ته د کار زمینې برابرول او ترڅنګ یې له بهره د غوښینو چرګانو د وارداتو کچه ټېټول دي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو په خبره په هېواد کې ۱۲ زره او ۵۰۰  د چرګانو د روزنې فارمونه شته، چې لویه برخه یې په وروستیو کلونوکې کې جوړ او تر ډېره د چرګانو د غوښو د تولید برخه کې فعال دي.
باید وویل شي، چې افغانستان د چرګانو غوښې د تولید په برخه کې ځان بساینې ته نږدې شوې او ټاکل شوې ده، چې روان کال د چرګانو د غوښو د تولید لسګونه فارمونه جوړ شي، چې تر ډېره د چرګانو د غوښو په برخه کې د افغانستان اړتیا پوره کوی او افغانستان په دې برخه کې پرځان بسیا کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت