کندهار کې د زون په کچه د لوی کرنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۸
کندهار کې د زون په کچه د لوی کرنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۴مرغومې ۱۳۹۹
د کندهار په ولایت کې د زون په کچه د یولړ مراسمو په ترڅ کې د یو لوی کرنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره رسماً کېښودل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې په انلاين بڼه ولسمشر محمد اشرف غني، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټرانوارالحق احدي، د کابينې یوشمېر وزيرانو، د هلمند، ارزګان او زابل ولایت والیانو او په حضوري ډول د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، دکندهار والي روح الله خانزارده، د لوړو زده کړو معین عبدالتواب بالاکرزی، قومي مشرانو، پانګوالو، مېرمنو او د کندهار یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود.
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته چې له کندهار څخه د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، د کندهار والي، د لوړو زده کړو معین او یو شمېر نور مشران د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وو، د ولسمشر په لارښوونه د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د کندهار والي روح الله خانزاده او د لوړو زده کړو معین عبدالتواب بالاکرزی له خوا د لوی کرنیز کمپلیکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه. ددې کمپلیکس د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته ولسمشر غني دغو مراسمو ته په وینا کې وویل؛ نن ویاړمنه ورځ ده چې د افغانستان د کرنې په سکټور کې د لوی بدلون شاهد یو. ددې کمپلیکس له چارواکو، همکارانو او ټولو هغو کسانو څخه چې، په دې برخه کې یې هلې ځلې کړي دي مننه او قدرداني کوم، زه ویاړم چې د حکومت او پانګوالو ژبه سره یو ده او حکومت به تل د خصوصي سکټور او پانګوالو ملاتړ کوي. ولسمشر وویل، چې د یاد کمپلیکس په جوړېدو سره به شته ستونزو لپاره حل لار ولرو او ترڅنګ یې زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي. هغه وویل، چې ددې ترڅنګ به د کندهار هوایي ډګر ته هم ځانګړې پاملرنه او پانګونه کېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز وویل، چې د پانګوالو د لا هڅونې په پار به په ارګ کې یو دېوال ځانګړی کوي. ولسمشر د یاد کمپلیکس چارواکو ته د مډال د ورکړې او د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د هلو ځلو په پار د تقدیرنامې د ورکړې ژمنه هم وکړه.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټرانوارلحق احدي د یاد کمپلیکس مبارکي ولسمشر او دکندهار ټولو ولسونو ته وویلې او زیاته یې کړه، چې افغانستان کرنیز صنعت ته چمتو دی. ښاغلی احدي وویل، چې د دې کمپلیکس په جوړېدو سره به ځنځري ارزښت وتړي چې بېلګه یې نموړی کمپلکس دی.
د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي زیاته کړه، چې ددې کمپلیکس په جوړېدو سره به د داخلي پروسس ارزښت زیات شي، نړیوالو معیارونو ته به تصدیق ورکوي، د محصولاتو د اخېستلو تضمین به کوي او کرنیزه میکانیزه به زیاته، نړیوالو بازارونو ته به حاصلات ورکوي او یو بریالی تشبث به وي، چې ورسره به کاري بوختیاوې هم رامنځته شي.
په دې پار جوړه شوې غونډې ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستایل حشمت الله غفوري، چې په غونډه کې یې په حضوري بڼه ګډون درلود؛ د یاد کمپلیکس په تخنیکي برخه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کندهار کرنیز کمپلیکس دهېواد په کچه د کرنې د پراختیا په برخه کې یوازېنی او لومړنی ترټولو لوی مرکز ده، چې نږدې ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه ورباندې کېږي.
ښاغلی غفوري وویل، چې د کندهار د کرنیز کمپلیکس په جوړېدو سره به د افغانستان په سوېل په ځانګړې توګه د کندهار، هلمند او د یادو ولایتونو ګاونډو ولایتونو لپاره د کرنیزې سوداګرۍ یوه اډانه جوړه شي، چې د یادو ولایتونو کرنیز سوداګر او بزګران به ورڅخه ګټه پورته کوي او په شپږو پړاوونو کې به بشپړې شي.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال څرګنده کړه، چې نوموړی مرکز به د بزګرانو او په ټوله کې د کرنې سکتور اړونده خواوو لپاره د تخصصي مالي امکاناتو او د صادراتو لپاره د محصولاتو د ارزښت لوړولو د ټولو چوپړتیاوو په درلودلو سره یو بشپړ مرکز وي.
ورپسې د یاد کمپلیکس مسوول جلالدین سعید په خپلو خبرو کې، له ولسمشر او د کرنې وزارت له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او وویل، چې داطرحه د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه پلي شوې، چې ورسره به کرنیز سکټور لا پیاوړی شي.
یاد کمپلیکس د کندهار ولایت مرکز عینو مېنې د صنعتي ښارګوټي په ۱۱۰۰ جریبه ځمکه کې د حکومت په ملاتړ د خصوصي سکټور له خوا جوړېږي.
باید وویل شي، چې یاد کمپلیکس به د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ، د کرنیزو محصولاتو صنعتي فابریکې، سوداګریزه کرنه او بڼوالۍ، د لبنیاتو ځنځیري ارزښت،د څارویو بشپړ ځنځیري ارزښت، د لومړنیو توکو تصفیه خونې او تولیدي فابریکو څړنیزې برخې په درلودلو سره ګڼو خلکو ته کاري بوختیاوې هم برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۵۴
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اچارو تولید پیل کړ 

۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خوراکي صنعت د پراختیا په موخه د څلور نیم ټنه خوندور اچارو تولید پيل کړ. دا اچار، چې د ګازرو، زیتون تېلو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

لغمان او بادغیس ولایتونو کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکو د تثبيت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۵:۱۶
Background image

فراه کې د عنابو د ۱۰ بڼونو جوړولو چارې پیل شوې 

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په بالابلوک، پشت رود او خاکسفید ولسوالیو کې د عنابو د ۱۰ بڼونو جوړولو چارې پیل شوې. . .

بازگشت