کندهار ډنډ کې لسګونو مالدارانو ته د څارویو متراکمه خوراکه او تخمونه ووېشل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۱۸
کندهار ډنډ کې لسګونو مالدارانو ته د څارویو متراکمه خوراکه او تخمونه ووېشل شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د ډنډ ولسوالی  ۲۵ تنو اړمنو او بیوزله مالدارانو هر مالدار ته ۵۰ کیلو د څارویو متراکمه خوراکه او ۱۰۰ کیلو د وربشو اصلاح شوې تخمونه ووېشل شوه.
د دې مرستې موخه د مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د هغوی لپاره د مالدارۍ اړینې اسانتیاوې برابرول، د هغوی اقتصادي وضعیت ښه کول، او د مالدارۍ اړتیاوو پوره کول دي، ترڅو مالداران وکولای شي له دې مرستې څخه ګټه پورته کړي او تر یوه حده نغدې عاید ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې څه کم یوه میاشت وړاندې دغو مالدارانو ته بلاربې وې هم وېشل شوې وې، او اوس هر مالدار سره د تخمونو او څارویو خوراکي مرسته ترسره شوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت