په بلخ کې د کرنې وزیر بزګرانو ته: تولید باید معیاري کړو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۵:۳۸

۲۶غبرګولی ۱۳۹۸
نصیر احمد درانی، بلخ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې بزګرانو، د کرنې سکټور له فعالانو، پانګوالو، سیمه ییزو چارواکو او د بلخ له یوشمېر اوسیدونکو سره وکتل. په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د بلخ ولایت د کرنې ریاست په تالار کې په لاره اچول شوې وه د کرنې وزیر د تولیداتو د کیفیت پر بدلون ټینګار وکړ او ویې ویل، چې بزګران دې باید خپل تولیدات معیاري کړي. ښاغلی درانی وویل: «هم تاڅو او هم حکومت دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیالرو، ترڅو بدلون راولو، باید روښانه خبرې وکړو، ترڅو رښتیا مالومه شي، هغه شیان چې زمونږ په توان کې دي باید هماغه شیان تقسیم بندي کړو، تاڅو کارکوئ او مونږ یې پای ته رسوو. د حکومت او خلکو ترمنځ رښتینولي داده چې باید کار وکړو، خپلې ستونزې مطرح کړو او په ګډه د ستونزو د هوارولو لپاره اقدام وکړو.»
ښاغلی درانی وویل: «د مارکېټ نشتون، له بزګرانو سره مرسته او دکرنې میکانیزه کول د خلکو اړتیاوې دي، خو په یوه کال کې د کرنې ستونزه نه هواریږي. زیاتو پیسو ته اړتیا لرو او باید د تولید عوامل تقویت شي.»
د کرنې وزیر وویل: «زمونږ تولیدات اقتصادي نه دي، غواړم چې تولید معیاري شي، هوایي دهلیز پرانیستل شوې ده، چې ښه لاسته راوړنه ده، که پوهاوی او روزنې ته اړتیا لرئ مونږ مو په چوپړ کې یو، د اوبو د کنټرول په برخه کې پروژې ولیکئ مونږ چمتو یو چې همکاري وکړو دغه راز د محصولاتو د تقویت په پار شنې خونې هم جوړو، زمونږ کار له بزګرانو او سوداګرو سره دي، غواړو چې یوځای په ګډه کار وکړو، پورونه ورکوو د بزګرانو ملاتړ کوو خو غلتي نه کوو او له تاڅو څخه هم همدا غواړم، که ځمکه او پیسې غواړئ زه چمتو یم چې تاڅو سره همکاري وکړم.»
د کرنې وزیر وویل، چې «پر قرنطینونو کار کوو او په بېلابېلو ولایتونو کې مو ۱۳ د قرنطین مرکزونه جوړ کړي دي، د علوفې د زېرمه کولو او تولید په برخه کې کارکوو او د څړځایونو او واکسین په برخه کې مو کار کړئ. پنځه مسلخونه مو جوړ کړي دي، چې یو یې د بلخ په ولایت کې ده، چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
ښاغلی درانی وویل، چې له سوداګرو سره د چرګانو روزنې په برخه کې تر ۵۰ سلنه او د سب سایډې په برخه کې ۶۰ سلنه مرسته کوی.
په دې غونډه کې د بلخ د کرنې رییس محمدعالم ساعي وویل، چې بلخ ۲۷۸۶۰۴ هکټاره اوبیزې ځمکې، ۱۸۸۶۷۱ للمي ځمکې، ۱۳۸۰۰۰ هکټاره څړځایونه، ۱۵۸۸۰۸ هکټاره طبیعي او مصنوعي ځنګلونه، او د شیدي د تولید ۲۰ ستر فارمونه لري، چې په یوه ورځ کې ۱۵۰۰۰ لیټره شیدې تولیدوي.»
هغه وویل، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې ۵۰۰ فارمونه، د کبانو روزنې ۳۰ لوی او کوچني فارمونه او ۲۰۰۰۰ هکټاره بڼونه هم شتون لري. همداراز په ۱۳۹۷ یم کال کې د اوبولګولو ۲۵ شبکې هم په دې ولایت کې جوړ شوي دي.
بلخوا د ولایت مرستیال محمد بشیر توحیدي وویل: «هغه مېوې او سابه مې، چې په نندارتون کې ولید ښه لاسته راوړنه ده، دا ټول زمونږ د ګرانو بزګرانو او پتمنو خلکو زحمتونه دي، زمونږ خلک کله هم ستونزو ته نه دي تسلیم شوي او ترڅو چې دکار توان لرو د خلکو په خدمت کې یو. په بېلابېلو برخو د بڼوالۍ، کب روزنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې ښه فعالیتونه ترسره شوي دي، چې له دې امله د کرنې له وزارت څخه مننه کوم. زمونږ هېواد یو کرنیز هېواد دی له همدې امله د کرنې له وزارت څخه غواړو چې په دې برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.»
د بلخ د ولایتي شورا رییس محمدافضل حدید هم په خپلو خبرو کې د کرنیزو اوبو د مهارولو، د کب روزنې پراختیا ته پاملرنه، د چرګانو روزنې فارمونو ته وده ورکول، د لبنیاتو پروسس، بزګرانو ته د سرې اسانتیابرابرول، د سړو خونو او شنوخونو جوړول په برخه کې د کرنې وزارت د لا پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د بلخ د سوادګرۍ خونې رییس سید روشن طاهرزاده هم د کرنې له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې دخصوصي سکټور په همکاری د فابریکو په فعالولو کې ونډه واخلي او د شرکتونو له استازو سره لیدنې او خبرې اترې ولري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د میدان وردګو جلریز کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پيل شوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اسټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

هلمند کې د شاتو مچیو روزنې د ټولنې له چاراکو سره ناسته ترسره شوه

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق     
د هلمند ولایت د شاتو مچیو روزنې ټولنې مسولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله. . .

شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هلمند کجکي کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۶ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د کجکي ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې. . .

بازگشت