پروان کې د بوستان سبز کرنیز شرکت لویې شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۳:۴۰
سبزخانه‌های بزرگ شرکت زراعتی بوستان سبز در پروان افتتاح شد

۱سلواغه ۱۳۹۹
د بوستان سبز کرنیز شرکت د «های‌ټیک» شنې خونې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي له خوا د پروان والي فضل الدین عیار، د ولایتي شورا رییس عبدالشکور قدوسي، د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو د ځنځیري ارزښت د پروژې (USAID - AVC – HVC) مشر ډاکټر وان اسټراډا او په ولسي جرګه کې د پروان ولایت د یوشمېر استازو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یادې شنې خونې د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) په تخنیکي همکاریو جوړې شوي دي. په هغه غونډه کې، چې ددغو شنوخونو د ګټې اخیستنې په پار جوړه شوې وه د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي وویل: «درې اوونۍ مخکې موږ د بوستان سبز د رُبو د تولید د برخې په پرانیست غونډ کې ګډون درلود، نن ددې شرکت له فعالیتونو څخه د یوبل فعالیت شاهدان یو چې په پرمختللي ټکنالوژۍ سمبال دی.»
د کرنې وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې د علم او سوداګرۍ پر بنسټ تولید، د بزګرانو او نورو هېوادوالو ترمنځ د اقتصادي توپیرونو کچه ټیټوي او د بوستان سبز کرنیز شرکت، خپل فعالیتونه د علم او سوداګرۍ پر بنسټ ترکیب کړئ دی.
د کرنې وزیر وویل، که شرکتونه د علم او سوداګرۍ پر بنسټ فعالیت وکړي، د خلکو او بزګرانو په ژوند کې د مثبتو بدلونونو لامل کېږي. ښاغلی احدي وویل: «هر کرنیز فعالیت او پالیسي، چې د علم او سوداګرۍ پر بنسټ ولاړ وي، د تولیداتو کچه زیاتوي او د بزګرانو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کوي او ژوند یې ښه کېږي.»
انوارالحق احدي وویل، چې پروان کرنیزو فعالیتونو لپاره ښې وړتیاوې لري. د هغه په خبره، پراخې ځمکې، ډېرې اوبه، کابل ته نږدېوالی او کرنیزو محصولاتو ته یې د بازار شتون، ددې ولایت ځانګړنې دي.
د کرنې وزیر وویل، چې د روان لمریز کال په ترڅ کې د پروان ولایت په بېلابېلو برخو له ډلې کرنه، بڼوالۍ، مالدارۍ، اوبولګولو او د شنوخونو د جوړولو له لارې کورنیو سره د مرستې په برخه کې اغېزنکې کړنې ترسره شوي دي او په ۱۴۰۰ ام کال کې به هم په دې ولایت کې بېلابېلې پروژې پلي شي. ډاکټر انوارالحق احدي وویل: «زموږ موخه د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راوستل دي.څه چې په مالي توان کې لرو ستاسو په خدمت کې یو. کارپوهان په دې اند دي، چې افغانستان د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې ښې وړتیاوې لري او په یادو دوو برخو کې کولی شي، چې حتا له ګاونډو هېوادونو سره سیال شي. له پانګوالو زموږ غوښتنه هم همداده چې په خپلو بڼوالۍ او کرنیزو فعالیتونو کې اقتصادي معقولیت په پام کې ونیسي، ستاسو بریالیتوب د افغانستان بریالیتوب دی.»
د کرنې وزیر زیاته کړه، چې حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د پراختیا په پار خاصه لېوالتیا لري.
د پروان والي فضل الدین عیار هم د یادو شنوخونو په پرانست غونډه کې وویل، چې پروان د کرنیزو فعالیتونو لپاره ښې وړتیاوې لري. هغه وویل: «پروان د پراختیایي پروژو لپاره ښې وړتیاوې لري، د کرنې وزارت ښې کړنې ترسره کړي دي، له وزارت څخه مننه کوو. بېلګه یې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې دي. پروان د کب روزنې، مالدارۍ، کرنې او بڼوالۍ په برخه کې وړتیاوې لري، غواړو چې د پروان کرنه میکانیزه شي، هیه لرم چې ځان بسیاینې ته ورسېږو. په پروان کې ټولې اسانتیاوې شتون لري، د اقتصاد ځنځیري کړۍ په ټول افغانستان کې ده، چې پروان یې هم یوه برخه ده، د پروان په صنعتي پارکونو کې چې په سنځل درې کې موقعیت لري، ۱۷۵ میلیونه ډالره پانګونه کېږي.»
په همدې حال کې د بوستان سبز کرنیز شرکت اجرایوي رییس محمدنعیم عطارد وایي، کومې شنې خونې چې نوي جوړې شوي دي، پرې څه باندې یو میلیونه ډالره پانګونه شوې ده. هغه وویل، چې یادې شنې خونې هر یوه یې لس زره او ۸۶ متر مربع پراخوالی لري او د کال په ټولو موسمونو کې به حاصل ورکوي. هغه وویل: «په دغو شنوخونو کې د کال په ساړه موسم کې، چې په خلاصه فضا کې کرکېله نه کېږي، رومي بانجان، د دولمې مرچ، کاهو او بادرنګ کرو، دا شنې خونې هر یوه یې په کال کې د ۱۵۰ مټریک ټنه سبو د تولید وړتیالري، چې په ټولیزه توګه ۳۰۰ ټنه کېږي. په پسرلی، اوړی ، منی او ژمي کې په کې کرکېله کېږي او نږدې ۱۰۰ کسان په کې په دندو مصروفېږي.»
د بوستان سبز شرکت د کرنې په برخه کې د هېواد په کچه یو فعال شرکت دی، چې د سبو او مېوو د پروسس او بسته بندی د اړتیاوړ ټول ماشینونه او توکي لري.
یاد شرکت د بګرام ولسوالۍ د باریک‌آب په سیمه کې په ۶۰۰ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده. د کرنې وزارت هم یاد شرکت ته په ۵۰ سلنې ونډې سره ۴۰ شنې خونې جوړې کړي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۹
Background image

د خوست دکرنې رییس د شیخ زاید پوهنتون چارواکو سره وکتل

۴ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري د شیخ زاید پوهنتون په استازیتوب د استاد زرولي صدیقي په مشرۍ، چې استاد رحمت ګل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۳
Background image

خوست کې له نباتي ناروغیو سره د مبارزې په موخه ګرځنده ټیم جوړ شو

۴ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې  د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کروندګرو ته د نباتي افتونو او ناروغیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۱
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهارد  کرني، اوبولګولو. . .

بازگشت