هلمند کې ۷ بابه عصري ممیز خونې جوړیږي
۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا ددې ولایت د انګورو بڼوالو لپاره ۷ عصري ممیز خونې جوړیږي.
د هلمند د کرنې رییس انجنیر زلمی الکو وایي، چې دغه ممیز خونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږي.
ښاغلی الکو وویل: «هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوي، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.»
تردې وړاندې هم په هلمند ولایت کې ۱۹ ممیزخونې جوړي شوي دي او د انګورو بڼوالو په واک کې ورکړل شوي دي.
د دغو ممیزخونو په جوړولوسره به د انګورو بڼوالو عواید زیات شي او ترڅنګ یې د سیمې اوسیدونکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ د انګورو د محصولاتو د ضایع کېدو مخه به هم ونیول شي.