هلمند کې ۷ بابه عصري ممیز خونې جوړیږي

mail-admin
Wed, Jul 17 2019 8:27 AM

۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا ددې ولایت د انګورو بڼوالو لپاره ۷ عصري ممیز خونې جوړیږي.
د هلمند د کرنې رییس انجنیر زلمی الکو وایي، چې دغه ممیز خونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړیږي.
ښاغلی الکو وویل: «هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوي، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کیږي.»
تردې وړاندې هم په هلمند ولایت کې ۱۹ ممیزخونې جوړي شوي دي او د انګورو بڼوالو په واک کې ورکړل شوي دي.
د دغو ممیزخونو په جوړولوسره به د انګورو بڼوالو عواید زیات شي او ترڅنګ یې د سیمې اوسیدونکو ته د کاري فرصتونو ترڅنګ د انګورو د محصولاتو د ضایع کېدو مخه به هم ونیول شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS