هلمند کې د څارویو د روغتیا ساتنې په موخه د واکسیناسیون کمپاینونه دوام لري؛ په مارجې کې ۵۹۴ څاروي واکسین شول او په باباجي کې د ۷۵۰۰ څارویو د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۴۲
هلمند کې د څارویو د روغتیا ساتنې په موخه د واکسیناسیون کمپاینونه دوام لري؛ په مارجې کې ۵۹۴ څاروي واکسین شول او په باباجي کې د ۷۵۰۰ څارویو د واکسین کمپاین پیل شو

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د روغتیا ساتنې، د ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوي او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د راکمولو په موخه په بېلابېلو ولسوالیو کې د واکسیناسیون کمپاینونه پلي کوي.
د دغو هڅو په لړ کې، د مارجې ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په تخنیکي همکارۍ، د غټو او کوچنیو څارویو د واکسیناسیون بهیر ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۱۸۴ غټو او ۴۱۰ کوچنیو، په ټولیز ډول ۵۹۴ څارویو ته واکسین تطبیق شو.
همدارنګه، د هلمند ولایت د باباجي ولسوالی په اړوندو سیمو کې د غټو او کوچنیو څارویو د طبق ناروغۍ پر وړاندې د واکسیناسیون کمپاین هم پیل شوی دی. د دغه کمپاین په ترڅ کې به د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په تخنیکي همکارۍ ۷۵۰۰ غټو او کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق شي.
د یادو کمپاینونو موخه د څارویو ترمنځ د ساري ناروغیو، په ځانګړي ډول د طبق ناروغۍ، د خپرېدو مخنیوی، د څارویو د روغتیا خوندي کول او د مالدارانو د احتمالي اقتصادي زیانونو راکمول دي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د واکسیناسیون د منظم کمپاینونو او حیواني روغتیايي خدمتونو د پراختیا له لارې د څارویو د ناروغیو مخه ونیسي، د مالدارۍ سکټور پیاوړی کړي او د مالدارانو د تولیداتو او اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې مرسته وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۱۹
Background image

فراه کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو وېشل لړی پیل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د کرنې،ابو لګولو او مالدارۍ وزارت پراختیایی بودجې څخه د دی ولایت مرکز اړوند او فراه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۹:۲۵
Background image

هلمند کې د اصلاح شویو غنمو تخمونو د وېش او د څارویو د واکسین کمپاینونه روان دي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د دغه ولایت په ناوې او موسی‌کلا ولسوالیو کې د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو د پراختیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۵
Background image

لغمان کې ۳۰۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۰۰ زره غټو. . .

بازگشت