ننګرهار کې د اوبولګولو ۲۰ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۴:۴۷
۲۰ کانال آبیاری در ننگرهار به بهره‌برداری سپرده شد

۵ سلواغه ۱۳۹۹
ننګرهار ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي د سفر په ترڅ کې، د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو ۲۰ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د اوبولګولو یادې پروژې د ننګرهار ولایت په مرکز او ۱۷ ولسوالیو کې د کرنې وزارت د خلکو په ګډون دکرنې او مالدارۍ پروژې «CLAP»، د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې یا «CBARD» او دغه راز له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ «SNAPP2» پروژو له خوا د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلي شوي دي. د اوبولګولو یادې پروژې څه باندې ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکې خړوبوي او د اوبو د نږدې ۲۰ سلنې ضایعاتو مخه نیسي.
د اوبولګولو د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې د کرنې وزیر وویل، چې اوبولګول د کرنې وزارت له کلیدي سکټورونو څخه دی او هر کال د ننګرهار په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبولګولو ډېرې پروژې پلي کېږي. انوارالحق احدي وویل: «زموږ اساسي لومړیتوب دادی، چې ډېرې ځمکې تر کرکېلي لاندې راشي ترڅو په بېلابېلو برخو کې د تولید زیاتوالي او ځان بسیاینې ته زمینه برابره شي.»
دغه راز د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل، هم د اوبولګولو د یادو پروژو د پرانیستې په غونډه کې وویل، چې د اوبولګولو د نویو کانالونو او شبکو په جوړېدو سره ډېرې سیمې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راغلي او د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت