ننګرهار کی ۱۹۲ شنی خونی ګټی اخیستنی ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۳:۱۶
۱۹۲ سبزخانه در ننگرهار به بهره‌برداری سپرده شد

۵ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنی، اوبولګولو اومالداری وزیر ډاکټر انوارالحق احدی ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کی، د ننګرهار په بهسودو ولسوالی کی ۱۹۲ شنی خونی ګټی اخیستنی ته وسپارل. په هغه غونډه کی، چی د یادو شنوخونو د ګټی اخیستنی په پار جوړه شوی وه د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والی ضیاءالحق امرخیل هم ګډون درلود.
ددغو شنوخونو د پرانستی په غونډه کی دکرنی وزیر وویل: «دغه شنی خونی د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون ددی ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کی، دکرنی وزارت د خلکو په ګډون دکرنی او مالداری پروژی «CLAP»، د کرنی د ودی او کلیوالی پراختیا پروژی «CBARD» او دغه راز له دویم ملی لومړیتوب څخه د ملاتړ «SNaPP2» پروژو له خوا د څه باندی ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړی شوی دی. »
ښاغلی احدی زیاته کړه: «ددغو شنوخونو د جوړولو۸۵ سلنه لګښت د کرنی وزارت او یوازی ۱۵ سلنه لګښت یی برخمن شوی کسان ورکړی دی.»
په همدی حال کی، په یاده غونډه کی د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والی ضیاءالحق امرخیل په دی ولایت کی د کرنی وزارت له کړنو هرکلی او مننه وکړه او ددی ولایت د کرنی سکټور برخی ته د لا زیاتی پاملرنی غوښتنه وکړه.
په ۱۳۹۹یم مالی کال کی دکرنی وزارت د ننګرهار ولایت د کرنی، مالداری، اوبولګولو او بڼوالی په بیلابیلو برخو کی څه باندی ۷۵۸ میلیونه افغانی لګولی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت