میدان وردګو ولایت کې د غنمو ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۱:۲۸
میدان وردګو ولایت کې د غنمو ۲۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

۳۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترکیې جمهوریت د همغږۍ او همکارۍ ادارې (ټیکا) په همکارۍ  په دې ولایت کې۲۰ تنه کروندګرو سره د ننداریز کروندو جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوی سرو مرسته وکړه.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دغه ننداریزې کروندې د دې ولایت په مرکز میدان، نرخ، جلریز، حصه اول بهسود، مرکز بهسود، چک، سید آباد، دایمیرداد او جغتو  ولسوالیو کې جوړېږي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د ننداریزو کروندو په جوړولو سره کروندګر کولاي شي، چې خپلې تجربې یو له بل سره شریکې کړي.
 دوی زیاته کړه، چې د کتار په بڼه  د اصلاح شوو تخمونو کرکېله کولاي شي، چې د بزګرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي او د کتار په بڼه کرکېله کې د ناروغیو مخنیوی او د هرزه بوټو کنټرول په اسانې سره کېږي.
ددغو ننداریزو کروندو دجوړولو موخه نوې او میکانزه کرکیلې سره د بزګرانو بلدتیا او د دوی د کرنیزو حاصلاتو زیاتولو ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت