لغمان کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیا احیا لپاره هڅې کړندي شوي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۵:۳۸
لغمان کې د جلغوزې او غوزانو د ځنګلونو د بیا احیا لپاره هڅې کړندي شوي

۴ مرغومی ۱۳۹۸
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دوی په دې ولایت کې د جلغوزې او غوزانو «چهارمغزو» د ځنګلونو د بیا احیا لپاره هڅې کړندي کړې دي.

د یاد ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیا رغونې لپاره ددې ولایت په علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د چهارمغزو او جلغوزې د ۳۷ کورنیو قوریو د جوړولو په پار پر بزګرانو د کورنیو قوریو دجوړولو اړونده توکي وېشلي دي. د دوی په خبره د توکو د وېش ترڅنګ برخمن شویو کورنیو ته د کورنیو قوریو د جوړولو په برخه کې اړینې روزنې هم ورکړل شوي دي. په روزنیز پروګرام کې قوریه لرونکو ته د ځنګلونو پر اهمیت، ساتنه او پالنه او دغه راز په قوریو کې د نیالګیو د تولید په پرخه کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوې ده. د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په یادو ولسوالیو کې نږدې ۹۲ زره او ۵۰۰ خریطې دګې شوي او د جلغوزې تخمونه هم په کې کرل شوي دي، چې وروسته بیا ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو ځنګلونو د بیا رغونې په پار به له همدغو قوریو څخه ګټه پورته شي.

لغمان د افغانستان د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دی، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د لغمان د کرنې ریاست د جلغوزې او چهارمغزو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت