لغمان کې د امو د کرکېلي دودولو په پار هلې ځلې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۵ - ۱۵:۶
لغمان کې د امو د کرکېلي دودولو په پار هلې ځلې
۱۵ زمری ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امو ونو د ترویج په پار د امو بڼونه یې جوړ کړي او د یادې مېوې ونې یې تر روزنې لاندې نیولي دي، چې پایلي یې مثبتې دي.
د لغمان دکرنې رییس انجنیر محمد جمیل خوشحال وایي، چې لغمان د کرنې او بڼوالۍ لپاره مناسبه هوا، پرېمانه اوبه او ښه خاوره لري، نو په همدې اساس د کرنې اداره په پام کې لري، چې د امو ونو د تکثیر او ترویج په پار د امو بڼونه جوړ کړي دي.
د ښاغلي خوشحال په خبره د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون ددې ولایت په علیشنګ، علینګار او قرغیو ولسوالۍ کې په نږدې لس جریبه ځمکه کې د امو ۳۰۰ ونې اېښودل شوي، چې تېر ۱۳۹۸یم کال کې یې حاصلات ۶۰۰ کیلو ګرامه وه او سږ کال یې حاصلات زر کیلو ګرامو ته رسیږي.
ښاغلی خوشحال وویل، چې د لغمان د کرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي ژمن دي، چې د یادې مېوې د ترویج او پراختیا په پار له لغماني بڼوالو سره هر اړخیز، فني او مسلکي همکاري وکړي تر څو دوی وهڅيږي چې راتلونکي کې د امو بڼونو ته پراختیا او وسعت ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۴۴
Background image

د بیلاروس له «بلاز» فابریکې څخه د افغانستان د اسلامي امارت د پلاوي لیدنه


۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، بیلاروس جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۶
Background image

منسک کې د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه ترسره شوه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډې کمېسیون دویمه غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د حل په موخه ولایتي ګډې کمېټې سیمه ییز سفرونه ترسره کړل


د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مقام د هدایت پر بنسټ، د ځنګل لرونکو ولسوالیو د ولسونو د ستونزو د معلومولو، د هغوی د غوښتنو اورېدلو او د ستونزو. . .

بازگشت