غزني کې پر یوشمېر مېرمنو د مرخېړیو دتولید توکي ووېشل شوې
۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له لارې د لومړي ځل لپاره غزني کې پر یوشمېر مېرمنو د مرخېړیو (سمارق) د تولید توکي وېشلي دي.
د غزني د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت پر لسو مېرمنو د مرخېړیو د تولید د ۲۰ توکو د وېش ترڅنګ دوی ته د مرخېړیو دکرکېلي او تولید په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه تل هلې ځلې کوي، چې کروندګرو مېرمنو ته نوښتونه او نوي لارې چارې ور وپېژنې، چې د دوی په اقتصاد کې د مثبت بدلون لامل شي.
د مرخېړیو تولید او پالنه اسانه او په بازار کې یې بیه لوړ ده. کروندګرې مېرمنې کولای شي، چې له دې لارې ښه عاید تر لاسه کړي.
باید وویل شي، چې مېرمنې په خپلو کورنیو باغچو کې د مرخېړیو تر کرلو وروسته تر څه کم دوه میاشتو پورې کولای شي، چې د خپلو مرخېړیو حاصل راټول او خرڅ کړي.