غزني کې پر یوشمېر مېرمنو د مرخېړیو دتولید توکي ووېشل شوې

mail-admin
Wed, Jul 17 2019 8:30 AM

۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له لارې د لومړي ځل لپاره غزني کې پر یوشمېر مېرمنو د مرخېړیو (سمارق) د تولید توکي وېشلي دي.
د غزني د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت پر لسو مېرمنو د مرخېړیو د تولید د ۲۰ توکو د وېش ترڅنګ دوی ته د مرخېړیو دکرکېلي او تولید په برخه کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه تل هلې ځلې کوي، چې کروندګرو مېرمنو ته نوښتونه او نوي لارې چارې ور وپېژنې، چې د دوی په اقتصاد کې د مثبت بدلون لامل شي.
د مرخېړیو تولید او پالنه اسانه او په بازار کې یې بیه لوړ ده. کروندګرې مېرمنې کولای شي، چې له دې لارې ښه عاید تر لاسه کړي.
باید وویل شي، چې مېرمنې په خپلو کورنیو باغچو کې د مرخېړیو تر کرلو وروسته تر څه کم دوه میاشتو پورې کولای شي، چې د خپلو مرخېړیو حاصل راټول او خرڅ کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS