غزني کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۹۰ پروژو تړونونه لاسلیک شول

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۹:۳۳
غزني کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۹۰ پروژو تړونونه لاسلیک شول
۲۸ غبرګولی ۱۳۹۹
غزني کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا اړونده د ۹۰ پروژو تړونونه نن د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د غزني ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالولي کوچی وویل، چې د ننني هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار، د غزني ولایت په مرکز او ددې ولایت په قره باغ او خواجه عمري ولسوالیو کې د نږدې ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۹۰ پروژې پلي کیږي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول شامل دي.
د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه، په هېواد کې د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت د اسانتیا په پار طرحه او ډیزاین شوی دی. دغه پروژه چې ټولیزه بودیجه یې ۷۵ میلیونه امریکایي ډالر ده د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي. یاده پروژه پر انډولیزه اقتصادي ټیکاو او وده کې اغېز کوي، چې ددې پروژې لوی اغېزمنتوب د بڼوالۍ محصولاتو د تولید، د یادو محصولات بازارموندنې او ددغو محصولاتو د بیې یا رازښت لوړالی دی.
باید وویل شي، چې یاده پروژه د هېواد په ۱۱ ولایتونو (کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، میدان وردګ، ننګرهار، کونړ، لغمان او بامیان) کې فعالیت کوي.
د بازار موندنې د وړتیاو د پراختیا له لارې د سیمه ییزو کرنیزو سوداګریو د پروسس اغېزمنتوب، غوره کرنیزو توکو څخه په ګټنې او د تطبیقي څېړنو له لارې د کرنیزو محصولاتو د تولید عصري کول، د عصري ګلخونو جوړول او په کرنیزو ځمکو کې کرنیز بنسټونه جوړول او د افغانستان د بڼوالۍ د محصولاتو پراختیا او په نړیواله کچه په سوداګرۍ کې ددغو محصولاتو برند کول ددې پروژې اصلي موخې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

کرنې وزارت کې د بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره شول

۲۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د کابل د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت، د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ د پورته کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ په حضور کې د دغه وزارت په انګړ کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

بازگشت