د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د لوی چکډېم پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۳۴

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار په کښته شاولیکوټ ولسوالی کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لوی چکډېم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه چکډېم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د دې ولسوالی د کندلانو سیمې په «ګړنګ مانده» کې جوړ شوی دی.
د دغه چکډېم د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال وزیر مولوي باز محمد فیضان، د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی، د وزارت او کندهار کرنې ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
د کندهار د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار وايي، چې یاد چکډېم ۱۶.۵ متره لوړوالی، شپږ متره د بند د دېوال پلنوالی او ۱۲۳ متره اوږدوالی لري او د شاوخوا دوه میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
د نوموړي په وینا، د چکډېم د دېوال د ساتنې او د اوبو د فشار پر وړاندې د مقاومت په موخه څلور «بریس والونه» هم جوړ شوي دي. د دې چکډېم د جوړولو چارې د یوه خصوصي شرکت له لوري د نږدې نهو میاشتو په موده کې په ډبرین، اساسي او معیاري ډول بشپړې شوې دي.
انجنیر همکار زیاته کړه، چې دغه چکډېم په یوه وخت کې د ۱.۶ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او په راتلونکي کې به ترې شاوخوا ۱۸ زره کروندګر د نږدې ۹ زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره ګټه واخلي.
نوموړي دغه پروژه د کندهار له سترو او مهمو اوبو لګولو پروژو څخه وبلله او ویې ویل، چې د یاد چکډېم په جوړېدو سره به د سیمې د زرګونو کروندګرو د اوبو ستونزې تر ډېره راکمې او د کرنیزو فعالیتونو د دوام زمینه به لا ښه شي.
د دغه چکډېم د جوړېدو له مهمو موخو څخه د بزګرانو او مالدارانو د اوبو ستونزو ته رسېدنه، د موسمي باراني اوبو مهار او زېرمه کول، د سیلابونو مخنیوی، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړول، د کاریزونو او نورو اوبو سرچینو پیاوړتیا، له وچکالۍ سره مبارزه او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د کار زمینه برابرول دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ د اغېزو د راکمولو او د اوبو د ستونزو د حل په موخه د اوبو د مدیریت او زېرمه کولو پروژو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او هڅه کېږي چې د لیرې پرتو او اړمنو سیمو د اوبو ستونزې د ورته پروژو له لارې راکمې شي.
په همدې لړ کې، نږدې یوه میاشت وړاندې د کندهار د کښته شاولیکوټ ولسوالی د سوزنیانو په سیمه کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د یوه بل چکډېم د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
د یادو پروژو پلي کېدل د باراني اوبو د مهار او زېرمه کولو، د سیلابونو د زیانونو د کمولو، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې مهم بلل کېږي.


تکمیل و بهره‌برداری از پروژه بزرگ چک‌دم به ارزش ۱۸ میلیون افغانی در ولسوالی کښته شاولیکوت کندهار
۱۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کار ساخت یک چک‌دم بزرگ به ارزش ۱۸ میلیون افغانی در ولسوالی کښته شاولیکوت ولایت کندهار تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این چک‌دم از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در منطقه «گرنگ‌مانده» مربوط به ساحه کندلان این ولسوالی ساخته شده است.
در مراسم افتتاح و بهره‌برداری این چک‌دم، مولوی باز محمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی شمس‌الرحمن موسی، آمر امور زراعتی ریاست زراعت کندهار، هیأت‌های تخنیکی و مسلکی وزارت و ریاست زراعت کندهار و شماری زیادی از باشندگان محل حضور داشتند.
انجنیر نورمحمد همکار، مسئول بخش منابع طبیعی ریاست زراعت کندهار، گفت که این چک‌دم ۱۶.۵ متر ارتفاع، شش متر عرض دیوار بند و ۱۲۳ متر طول دارد و ظرفیت ذخیره‌سازی حدود دو میلیون متر مکعب آب را دارا می‌باشد.
به گفته وی، به‌منظور حفاظت از دیوار چک‌دم و افزایش مقاومت آن در برابر فشار آب، چهار دیوار حایل نیز ساخته شده است. کار ساخت این چک‌دم توسط یک شرکت خصوصی در مدت نزدیک به نه ماه، به‌صورت اساسی و معیاری تکمیل شده است.
انجنیر همکار افزود که این چک‌دم در یک زمان ظرفیت ذخیره‌سازی ۱.۶ میلیون متر مکعب آب را دارد و در آینده حدود ۱۸ هزار دهقان از آب آن برای آبیاری نزدیک به ۹ هزار جریب زمین زراعتی بهره‌مند خواهند شد.
وی این پروژه را یکی از پروژه‌های بزرگ و مهم مدیریت آب در ولایت کندهار عنوان کرده و گفت که با ساخت این چک‌دم، مشکلات کمبود آب هزاران دهقان در منطقه تا حد زیادی کاهش یافته و زمینه بهتری برای ادامه فعالیت‌های زراعتی فراهم خواهد شد.
رسیدگی به مشکلات کمبود آب دهقانان و مالداران، مهار و ذخیره‌سازی آب‌های بارانی و موسمی، جلوگیری از سیلاب‌ها، بلند بردن سطح آب‌های زیرزمینی، تقویت کاریزها و سایر منابع آبی، مبارزه با خشک‌سالی و فراهم‌سازی زمینه کار برای باشندگان محل، از جمله اهداف مهم ساخت این چک‌دم گفته شده است.
مسئولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند که به‌منظور کاهش اثرات خشک‌سالی و حل مشکلات کمبود آب در این ولایت، توجه ویژه‌ای به پروژه‌های مدیریت و ذخیره‌سازی آب صورت گرفته و تلاش می‌شود مشکلات آبی مناطق دوردست و نیازمند از طریق تطبیق پروژه‌های مشابه کاهش یابد.
در همین راستا، حدود یک ماه پیش نیز کار ساخت یک چک‌دم دیگر به ارزش ۵۰۰ هزار دالر امریکایی با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) در منطقه سوزنیان ولسوالی کښته شاولیکوت ولایت کندهار آغاز شده است.
تطبیق این پروژه‌ها در زمینه مهار و ذخیره‌سازی آب‌های بارانی، کاهش خسارات ناشی از سیلاب‌ها، تقویت منابع آب‌های زیرزمینی و فراهم‌سازی آب مورد نیاز برای آبیاری زمین‌های زراعتی، مهم و مؤثر دانسته می‌شود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۳۴
Background image

د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د لوی چکډېم پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار په کښته شاولیکوټ ولسوالی کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه لوی چکډېم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۸:۳۸
Background image

د بامیانو په ولایت کې  لسګونو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازښت په اړه روزنیز پروګرام وړاندې شو

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره دکرنې او مالدارۍ سکټور د سمون ریاست له‌خوا د بامیانو ولایت دمرکز په ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت د مالدارۍ رییس د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

۱۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د ننګرهار ولایت د. . .

بازگشت