د کرنې وزارت د مالدارۍ رییس د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۹
د کرنې وزارت د مالدارۍ رییس د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

۱۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د ننګرهار ولایت د مالدارۍ سکتور د ارزونې، پیاوړتیا او شته ستونزو د تشخیص او حل په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
په همدې موخه د یاد وزارت د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا ریاست رییس مفتي ذاکرالله ذاکر د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس اجمل رحماني او مدیره پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د مالدارۍ سکتور اړوند شته ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د کرنې وزارت د مالدارۍ له رییس سره شریک کړل. نوموړي وویل، په ننګرهار کې د چرګانو، کبانو، لبنیاتو، متراکمې حیواني خوراکې، هګیو تولید او حیواني درملو د تولید په برخو کې د پام وړ کار شوی، خو لا هم په ځینو برخو کې د لا پیاوړتیا او ملاتړ اړتیا شته.
ورپسې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ خونې رییس اجمل رحماني د کبانو د فارمونو د جوړولو، د کبانو د بچیو د تولید او د چرګانو د سکتور د لا پراختیا په موخه په مناسبو سیمو کې د ځمکې د برابرولو غوښتنه وکړه.
د کرنې وزارت د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا ریاست رییس مفتي ذاکرالله ذاکر وویل، په ننګرهار کې د مالدارۍ سکتور د پرمختګ په حال کې دی او هڅه کوي چې د دې مهم اقتصادي سکتور د لا ودې او پیاوړتیا لپاره لا ډېر کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه، ننګرهار ته د دوی د سفر اساسي موخه د مالدارۍ سکتور د ستونزو تشخیص، د درملو د کیفیت لوړول، غوره بسته بندۍ او ستونزو ته د حل لارو موندل او د اړوندو مسؤلینو سره د ستونزو شریکول دي، ترڅو د امکان تر حده ورته د حل لارې ولټول شي.
د کرنې وزارت د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا ریاست رییس ډاډ ورکړ چې د ننګرهار د مالدارۍ سکتور اړوند مطرح شوې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه به د کرنې وزارت له مشرتابه او نورو اړوندو مسؤلینو سره شریک کړي.


رئیس مالداری وزارت زراعت به‌منظور تقویت بخش مالداری و حل مشکلات به ننگرهار سفر کرد
۱۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
یک هیأت تخنیکی به رهبری مفتي ذاکرالله ذاکر، رئیس خدمات مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به‌منظور ارزیابی، تقویت و تشخیص و حل مشکلات موجود در بخش مالداری ولایت ننگرهار، به این ولایت سفر کرد.
در همین راستا، مفتي ذاکرالله ذاکر، رئیس خدمات مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت، با مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و اجمل رحمانی، رئیس اتاق زراعت و مالداری ننگرهار، و اعضای هیأت مدیره این اتاق دیدار کرد.
در این دیدار، مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت ننگرهار، مشکلات، خواسته‌ها و پیشنهادهای موجود در بخش مالداری را با رئیس مالداری وزارت زراعت شریک ساخت. وی گفت که در بخش‌های پرورش مرغ، ماهی، تولید لبنیات، خوراکه متراکم حیوانی، تولید تخم‌مرغ و تولید ادویه حیوانی در ننگرهار کارهای قابل توجهی انجام شده است؛ اما هنوز هم برخی بخش‌ها به تقویت و حمایت بیشتر نیاز دارند.
سپس اجمل رحمانی، رئیس اتاق زراعت و مالداری ننگرهار، خواستار اختصاص زمین در مناطق مناسب برای ایجاد فارم‌های پرورش ماهی، تولید بچه‌ماهی و گسترش بیشتر بخش پرورش مرغ شد.
مفتي ذاکرالله ذاکر، رئیس خدمات مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت، گفت که بخش مالداری در ننگرهار در حال پیشرفت است و این وزارت تلاش می‌کند تا برای رشد و تقویت بیشتر این بخش مهم اقتصادی، فعالیت‌های بیشتری انجام دهد.
وی افزود که هدف اساسی سفر آنان به ننگرهار، تشخیص مشکلات بخش مالداری، بلند بردن کیفیت ادویه حیوانی، بهبود بسته‌بندی، یافتن راه‌حل برای مشکلات و شریک‌ساختن چالش‌ها با مسئولان مربوطه است تا در حد امکان برای آن‌ها راه‌حل‌های مناسب جست‌وجو شود.
رئیس خدمات مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت اطمینان داد که مشکلات، خواسته‌ها و پیشنهادهای مطرح‌شده در رابطه با بخش مالداری ننگرهار را با رهبری وزارت زراعت و سایر مسئولان مربوطه شریک خواهد ساخت.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت د مالدارۍ رییس د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

۱۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د ننګرهار ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۴
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او ادارې «اف‌اې‌او» له رییس ریچارډ ترینچارډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د هډې فارم مالدارۍ څانګه هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د هډې فارم په مالدارۍ فارم کې له ۳۰۶ غواګانو څخه ۶۳ یې شیدې ورکوي، چې هره ورځ ترې شاوخوا ۶۰۰ لیټره. . .

بازگشت