د کندهار خاکریز ولسوالی کې ۴۰ تنه مالدارانو ته د څارويو کانسنتریت خوارکه ووېشل شوه
۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همږغۍ، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کميټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار په خاکریز ولسوالی کې ۴۰ تنه مالداراتو ته د څارویو کانسنتریت خوراکه ووېشل شوه.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاده مرسته د مخکني یا کلیوالي خوراکي د بدیل په موخه ترسره کېږي، چې اوس مهال هر مالدار ته درې پارسله یعني ۱۲۰ کیلو ګرامه کانسنتریت خوراکه ووېشل شوه، ترڅو مالداران یي د څارویو مخکني تغذیې په مقابل کي مقایسه کړي.
د مسؤلینو په وینا د وریو چاغښت په پروسه کې ۶ وري په نښه شوي، چې ۴ وري د کانسنتریت خوراکې له لاري روزل کېږي او ۲ وري بیا د وطني خوراکي یعني ډوډۍ، واښه او کلیوالي خوراکي له لاري روزل کېږي، ترڅو د دواړو تغذیې پایله یې مالدارانو ته څرګندي شي. او راتلونکي کي مالداران د مؤثره څارویو تغذیې څخه استفاده وکړي.
د یادوني وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست هڅه کوي، چي مالدارۍ سکتور ته سالمه وده ورکړي او د مالدارانو لپاره کم لګښته تغذیه چمتو کړي او د څارویو تغذیې لپاره بدیله او مؤثره خوراکه چمتو کړي.
