د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو د لوی ریاست نوی رییس معرفي شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۱۸
د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو د لوی ریاست نوی رییس معرفي شو

۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوي حسین‌احمد رحمتي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو د لوی رییس په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو د نوي لوی رییس د معرفۍ په مراسمو کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
مولوي بازمحمد فیضان په دغو مراسمو کې قدرتي سرچینې د هېواد له مهمو او اساسي برخو څخه وبللې او ویې ویل، چې د دغو ارزښتناکو شتمنیو ساتنه او پراختیا ستر مسؤولیت دی او هغه څوک چې دغه مسؤولیت پر غاړه اخلي، باید په لا ډېر جدیت او مسؤولیت‌پذیرۍ سره کار وکړي.
ورپسې د قدرتي سرچینو پخواني لوی رییس مولوي عبدالواحد خلیل په تېرو درېیو کلونو کې د خپلو ترسره کړو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دې موده کې یې هڅه کړې څو د دغه ریاست چارې په سمه توګه پر مخ یوسي.
همدارنګه د کرنې وزارت د دفتر رییس مفتي عبدالغفور بخاري د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء مقام هغه حکم ولوست، چې پر بنسټ یې مولوي حسین‌احمد رحمتي د قدرتي سرچینو د لوی ریاست د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
دغه مراسم د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.


رییس جدید ریاست عمومی منابع قدرتی وزارت زراعت معرفی شد
۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی حسین‌احمد رحمتی به‌عنوان رئیس عمومی منابع قدرتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری معرفی و رسماً به کارش آغاز کرد.
در مراسم معرفی رئیس جدید منابع طبیعی، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، شماری از رؤسا و کارمندان این وزارت حضور داشتند.
مولوی بازمحمد فیضان در این مراسم، منابع طبیعی را از بخش‌های مهم و اساسی کشور دانسته و گفت که حفاظت و توسعه این سرمایه‌های ارزشمند، مسؤولیت بزرگی است و فردی که این مسؤولیت را بر عهده می‌گیرد، باید با جدیت و احساس مسؤولیت بیشتر کار کند.
در ادامه، مولوی عبدالاحد خلیل رئیس پیشین عمومی منابع طبیعی، از فعالیت‌های خود در جریان سه سال گذشته یاد کرده و گفت که در این مدت تلاش کرده است تا امور این ریاست را به‌گونه درست پیش ببرد.
همچنان مفتی عبدالغفور بخاری، رئیس دفتر وزارت زراعت، حکم مقام ریاست‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان در مورد تقرر مولوی حسین‌احمد رحمتی به‌عنوان رئیس جدید عمومی منابع طبیعی را قرائت کرد.
این مراسم با دعای خیر به پایان رسید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو د لوی ریاست نوی رییس معرفي شو

۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوي حسین‌احمد رحمتي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو د لوی رییس په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د جوزجان له والي سره وکتل او د دغه ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند کرنې ریاست کې ۴۲ استادانو ته درې ورځنی روزنیز پروګرام او د کرنیزو څېړنو عملي چارې ترسره شوې

۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنې او وترنرۍ ۴۲ تنه استادان له رسمي معرفي کېدو وروسته، د نباتاتو اصلاح، اګرانومي،. . .

بازگشت