د کرنې پراختیا صندوق او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر منځ د څه باندې دوه ملیارډه اففانیو په ارزښت د پور ورکونې هوکړه لیک لاسلیک شو

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۶:۵۱
د کرنې پراختیا صندوق او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر منځ د څه باندې دوه ملیارډه اففانیو په ارزښت د پور ورکونې هوکړه لیک لاسلیک شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې د پراختیا صندوق "ADF"او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ هېواد ته په راستنېدونکو ګډوالو د وېش په پار  د ۲.۲ میلیارډه افغانیو په ارزښت د پور ورکونې هوکړه لیک لاسلیک شو.
ددې هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري وویل، چې د کرنې پراختیایي صندوق له لارې، چې یو غیري بانکي بنسټ دی، هلې ځلې کوي، چې هېواد ته راستنېدونکو ګډوالو ته د کرنې په برخه کې د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار د پوروکونې د  استانتیا رامنځته کړي.
هغه وویل، چې ددې هوکړه لیک پر اساس، د پنځو کلونون په ترڅ کې دکرنې په برخه  کې هغو فعالو نهه زره کسانو ته چې د کډولو او راستنېدونکو وزارت له خوا مغرفي کېږي ۲.۲ميليارډه افغانۍ پور  ورکول کېږي.
په همدې حال کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیرعلم املوال وویل،چې ددې تړون پراساس کورنيو او بهرنيو کډوالو ته د کاري فرصتونو او کارموندنې زمينه برابرېږي.
 دکرنې د پراختیا صندوق "ADF" یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي او د تاسيس له پيل څخه تردې دمه دکرنې او مالدارۍ اړوند په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۱۳ميليارډه افغانۍ پور منظور کړی دی. ددې صندوق له لارې تر دې دمه ۵۶ زره بزګران ۱۰.۷ ميليارډه افغانۍ پورونه تر لاسه کړي دي.
دکرنې د پراختيا صندوق مشر ايمل آرمان وايي چې ددغو پورونو وېش دکاري فرصتونو او توليداتو د زياتوالي په برخه کې ډېرې اغېزې درلودې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت