د کرنې وزیر د کمال خان بند د درېیم فاز د ګټې اخیستنې په پرانیستې کې ګډون وکړ 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۰:۲۲
د کرنې وزیر د کمال خان بند د درېیم فاز د ګټې اخیستنې په پرانیستې کې ګډون وکړ 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د درېیم فاز د ګټې اخیستنې د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه مراسم د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د اسلامي امارت مشرانو او ځینو سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.
د کرنې وزیر په خپله وینا کې د کرنې په برخه کې د اوبو مدیریت ارزښت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د اقلیم بدلون د کرنې سکتور ته زیان رسولی، نو د دې ستونزې د هواري لپاره باید د اوبو د مدیریت اغېزناک میتودونه وکارول شي.
نوموړي وویل: «موږ د اوبو د مدیریت لپاره په درې برخو کې کار کوو؛ لومړی، د اوبو مدیریت د هغې په سرچینه کې، دویم، د اوبو انتقال تر کرنیزو ځمکو او درېیم، د اوبو تنظیم د کښتونو دننه، تر څو کروندګر د اوبو اغېزناکې استفادې ته وهڅول شي او د څاڅکي اوبه خور په څېر میتودونه وکاروي».
مولوي عطاءالله عمري کروندګر د هېواد د خوراکي خوندیتوب تأمینوونکي وبلل او له دوی څخه د ملاتړ پر اهمیت یې ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو برابرول د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي او د کروندګرو د معیشت ښه والي کې مهم رول لري.
کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې ۵۲ میلیونه مترمکعب د اوبو زېرمه کولو ظرفیت او ۶ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. دغه بند کولای شي شاوخوا ۱۷۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او د اوبو د سرچینو په مدیریت او د موسمي سېلابونو په کنټرول کې مهم رول ولوبوي.


اشتراک وزیر زراعت در آغاز بهره‌برداری از فاز سوم بند کمال خان
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم آغاز بهره‌برداری از فاز سوم بند کمال خان در ولایت نیمروز اشتراک کرد. این مراسم با حضور ملا عبداللطیف منصور وزیر آب و انرژی، شیخ محمد قاسم خالد والی نیمروز، بزرگان امارت اسلامی و شماری از باشندگان محل برگزار شد.
وزیر زراعت در سخنرانی خود با اشاره به اهمیت مدیریت آب در زراعت، تأکید کرد که تغییر اقلیم تأثیرات منفی بر این بخش داشته و برای مقابله با آن باید از شیوه‌های مؤثر مدیریت آب استفاده شود. او گفت: «ما در سه بخش برای مدیریت آب کار می‌کنیم؛ نخست، مدیریت آب در منبع آن، دوم، انتقال آب تا زمین‌های زراعتی، و سوم، تنظیم آب در مزرعه، تا دهاقین به استفاده بهینه از آب تشویق شوند و به روش‌هایی مانند آبیاری قطره‌ای روی آورند.»
مولوی عطاءالله عمری همچنان دهقانان را تأمین‌کنندگان امنیت غذایی کشور دانسته و بر حمایت از آنان تأکید کرد. او گفت که فراهم‌سازی آب برای مزارع، نقش مهمی در افزایش تولیدات زراعتی و بهبود معیشت دهقانان دارد.
بند کمال خان در ولسوالی چهاربرجک ولایت نیمروز موقعیت دارد و ظرفیت ذخیره‌سازی ۵۲ میلیون مترمکعب آب و تولید ۶ میگاوات برق را دارا می‌باشد. این بند می‌تواند حدود ۱۷۴ هزار هکتار زمین زراعتی را تحت آبیاری قرار دهد و در مدیریت منابع آبی و کنترل سیلاب‌های موسمی نقش مهمی ایفا کند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

هېواد کې د وچو مېوو د تولید او کیفیت لوړوالی؛ له کندهار څخه صادرات ۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي


۱۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، چې په هېواد کې د وچو مېوو د کیفیت د ښه والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د څړځايونو د سروې، تشخيص او ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوی د هېواد شمال زون يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا یو تخنیکي پلاوی د هېواد شمالي ولایتونو (سمنګان، بلخ او سرپل) ته د څړځایونو د سروې، تشخیص او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د شولګرې ولسوالی په کچه د «اکټېډ» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۰. . .

بازگشت