د کرنې وزیر د افغانستان لپاره د ایران له سفیر سره د کرنې او مالدارۍ نړیۍوال نندارتون په اړه خبرې وکړې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۲:۳۸
دیدار وزیر زراعت با سفیر ایران در افغانستان درباره برگزاری نمایشگاه بین‌المللی زراعت و مالداری

۱۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د جوړېدو او په دغه نندارتون کې د ایراني شرکتونو او سوداګریز پلاوي د ګډون د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
د کرنې وزیر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو او سوداګریزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او بېلابېل او عضوي کرنیز محصولات لري. نوموړي زیاته کړه، چې هڅه کېږي د نندارتونونو د جوړولو له لارې د افغانستان کرنیز محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته ور وپېژندل شي.
نوموړي همداراز وویل، چې د پاکستان له لوري د افغانستان د پولو له تړل کېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت له اسلامي امارت سره ښې سوداګریزې اړیکې لرلې او خپلې پولې یې د افغانستان د سوداګرۍ پر مخ پرانیستې ساتلې دي.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ایران سفیر علیرضا بیکدلي د دغه نندارتون جوړېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت وباله. نوموړي وویل، چې ۳۲ ایراني شرکتونو په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره غرفې نیولې دي او ۲۰ نور شرکتونه به هم پرته له دې چې غرفه واخلي، په نندارتون کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري میاشتې له ۲۰مې تر ۲۵مې نېټې پورې، د کابل ښار په چمن حضوري کې د افغانستان د نړیۍوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۵
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي کمېټې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۲۵
Background image

کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې او ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې ۸۰ بېوزلو، اړمنو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د ۴۳ زره امریکايي ډالرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۴۶
Background image

میدان وردګو کې د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په موخه ۶۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړل شوه

۱۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د سازښت او د بزګرانو د مقاومت د کچې د لوړولو په موخه، د کرنې او مالدارۍ سکټور د. . .

بازگشت