د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با  شماری از تاجران اوزببکستان و روسیه دیدار کرد

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د مشرتابه پلاوي او د ازبیکستان او روسیې د هېوادونو د یو شمېر سوداګرو په ګډون، د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې د فرصتونو د ارزونې او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د همغږۍ او تخنیکي غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې د دوستو هېوادونو د سوداګریزو پلاوو له حضور څخه هرکلی وکړ او په افغانستان کې د پانګونې لپاره یې د هغوی لېوالتیا ارزښتناکه وبلله.
په دې غونډه کې د ازبیکستان او روسیې سوداګرو د غنمو د اوړو د تولید د فابریکې د جوړولو، د کرنیزو ماشینونو او د غلو دانو د پروسس د وسایلو د انتقال، د بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې، د غوښې د صادراتو لپاره د اوږدمهاله قراردادونو د لاسلیک، د معیاري مسلخونو د جوړولو، د حیرتان بندر په شاوخوا کې د عصري سړو خونو د جوړولو، روسیې او ازبیکستان ته د تازه او وچو مېوو او سبو د صادراتو د پراختیا په برخو کې خپل وړاندیزونه او پلانونه وړاندې کړل.
همدارنګه، سوداګریز پلاوي په مسکو ښار کې د یوه ګډ بازار د جوړولو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه، څو په دغه بازار کې د افغانستان کرنیز او مالداري محصولات نندارې ته وړاندې شي او د روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو بازارونو ته د دغو محصولاتو د ورپېژندنې او پلور زمینه برابره شي.
د غونډې په دوام کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو د چمتووالي او پرمختګونو په اړه، چې ټاکل شوې د زمري میاشتې په ۲۰مه ترسره شي، معلومات وړاندې کړل. نوموړي د هېواد د کرنې او مالدارۍ د ظرفیتونو په ورپېژندنه، د بازارموندنې د فرصتونو په رامنځته کولو، د پانګونې په جلبولو او د کورنیو محصولاتو د صادراتو په پراختیا کې د دغه نندارتون د جوړېدو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د هڅو او په افغانستان کې د پانګونې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره د بهرنیو پانګوالو د لېوالتیا له قدردانۍ سره، د اړوندو قوانینو او پالیسیو په چوکاټ کې یې د کرنې وزارت پر هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې دغه وزارت به د پانګونې د اسانتیا، د نندارتون د بریالي جوړېدو او د هېواد د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پراختیا په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت