د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له پنځو ورځو روزنې او تخصصي بحثونو وروسته، پای ته ورسېد.
دغه روزنیز پروګرام د ملکي خدمتونو انستیتیوت او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د بېلابېلو اداري، مدیریتي او رهبرۍ موضوعاتو په اړه اړینې روزنې ورکړل شوې.
د یاد ورکشاپ په جریان کې د مدیریتي مهارتونو، د رهبرۍ اصولو، د اغېزمن مدیریت د لارو چارو، د مسلکي ظرفیت لوړولو او د اداري فعالیتونو د ښه والي اړوند موضوعات بحث او ارزول شول او ګډونوالو په روزنیزو بحثونو او فعالیتونو کې فعاله ونډه واخیسته.
دغه روزنیز پروګرام د استاد احسان‌الله مصلح له لوري پر مخ یووړل شو او موخه یې د مرکزي ریاستونو د رییسانو د مدیریتي او رهبرۍ ظرفیت لوړول، د مسلکي پوهې د کچې لوړول او د هغوی د مدیریتي وړتیاوو پیاوړتیا بلل شوې ده.
د پروګرام په پای کې، په ورکشاپ کې د ګډون او حضور له امله د ګډونوالو د قدردانۍ په موخه هغوی ته د ګډون سندونه هم ووېشل شول.
د دغه ډول روزنیزو پروګرامونو جوړول د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د مدیریتي او اداري بهیرونو د ښه والي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کاري چارو د لا اغېزمنتیا لپاره مهم بلل کېږي.

ورکشاپ پنج‌روزه مهارت‌های مدیریتی و رهبری برای رؤسای ریاست‌های مرکزی وزارت زراعت پایان یافت
۱۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ورکشاپ پنج‌روزه مهارت‌های مدیریتی و رهبری با اشتراک بیش از ۵۰ تن از رؤسای ریاست‌های مرکزی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پس از پنج روز آموزش و بحث‌های تخصصی به پایان رسید.
این برنامه از سوی انستیتوت خدمات ملکی و ریاست امور کارکنان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شده بود و در جریان آن، اشتراک‌کنندگان در زمینه موضوعات مختلف اداری، مدیریتی و رهبری آموزش‌های لازم را دریافت کردند.
در جریان این ورکشاپ، موضوعات مرتبط با مهارت‌های مدیریتی، اصول رهبری، شیوه‌های مؤثر مدیریت، ارتقای ظرفیت مسلکی و بهبود عملکرد اداری مورد بحث و بررسی قرار گرفت و اشتراک‌کنندگان در مباحث و فعالیت‌های آموزشی مشارکت فعال داشتند.
این برنامه آموزشی توسط استاد احسان‌الله مصلح پیش برده شد و هدف آن ارتقای ظرفیت مدیریتی و رهبری رؤسای ریاست‌های مرکزی، افزایش سطح دانش مسلکی و بهبود توانایی‌های مدیریتی آنان عنوان شده است.
در پایان برنامه، برای اشتراک‌کنندگان به‌منظور قدردانی از حضور و اشتراک آنان در این ورکشاپ، سرتفیکیت اشتراک نیز توزیع شد.
برگزاری این‌گونه برنامه‌های آموزشی در راستای ارتقای ظرفیت کارمندان و بهبود روندهای مدیریتی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مؤثر دانسته می‌شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت