د کرنې سکټور په برخه کې د فعالو شرکتونو د پام وړ: له څلورویشتم کرنیز نندارتون سره یوځای شئ!
له څلورویشتم کرنیز نندارتون سره یوځای شئ!
ټاکل شوې ده، چې د کرنیزو توکو څلورویشتم نندارتون د ۱۳۹۸ یم کال د تلي میاشتې له ۲۴ تر ۲۷مې نېټې پورې، چې د ۲۰۱۹ ام زیږدیز کال د اکټوبر له ۱۶ تر ۱۹ نېټې سره سمون خوري د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادامباغ کې په لاره واچول شي.
سکټوري فعالینو لپاره زېری دا دی، چې داځل د غرفو کرایې ۵۰ سلنه ټېټه شوې ده.
په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي توکي، لاسي صنایع، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمر نیالګي، کرنیز ماشینونه، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز فعالیتونه او ستاسو د خوښي کلتوري بوختیاوې نندارې ته وړاندي کیږي.
همداراز باید وویل شي، چې په دې نندارتون کې د همغږۍ، متقابلې همکارۍ، د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې تړونونو لاسلیکولو او اعلانونو ته په پراخه کچه زمینې برابریږي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کیږي، چې د نورو نندارتونونو په څېر د دوی باکیفیته توکو ته د بازار موندنې په موخه په څلورویشتم کرنیز نندارتون کې هم ننداریزې غرفې په پام کې نیول شوي دي. تاسو کولای شئ، چې د غرفو د تر لاسه کولو په پار سر له ننه د تلي تر ۲۰ مې نېتې پورې د ثبت او غرفو اخیستلو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ او یا په لاندې شمېرې او برېښنالیک اړیکه ونیسئ:
۰۷۸۱۹۸۰۱۸۰ / ۰۲۰۲۹۲۲۴۴۰
af.gov.mail@agfair
یادونه: غوښتنې مو د ۱۳۹۸ یم کال د تلي له ۲۰ مې نېټې وروسته نه منل کیږي.
د یادونې وړ ده، کومې غرفې چې په چارت کې په مشرحه توګه تشریح شوي دي؛ د کرنیز نندارتون تر پایه د څلورو وروځو لپاره د شرکتونو، پروژو، کوپراتیفونو، ټولنو، د کرنې اولاسي صنایعو اتحادیو او د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړونده ریاستونو په واک کې ورکول کیږي.