د کرنې سکټور په برخه کې د فعالو شرکتونو د پام وړ: له څلورویشتم کرنیز نندارتون سره یوځای شئ!

content_admin
د کرنې سکټور په برخه کې د فعالو شرکتونو د پام وړ


له څلورویشتم کرنیز نندارتون سره یوځای شئ!
ټاکل شوې ده، چې د کرنیزو توکو څلورویشتم نندارتون د
۱۳۹۸ یم کال د تلي میاشتې له ۲۴ تر ۲۷مې نېټې پورې، چې د ۲۰۱۹ ام زیږدیز کال د اکټوبر له ۱۶ تر ۱۹ نېټې سره سمون خوري د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول شي.
سکټوري فعالینو لپاره زېری دا دی، چې داځل د غرفو کرایې
۵۰ سلنه ټېټه شوې ده.
په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي توکي، لاسي صنایع، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمر نیالګي، کرنیز ماشینونه، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز فعالیتونه او ستاسو د خوښي کلتوري بوختیاوې نندارې ته وړاندي کیږي.
همداراز باید وویل شي، چې په دې نندارتون کې د همغږۍ، متقابلې همکارۍ، د اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې تړونونو لاسلیکولو او اعلانونو ته په پراخه کچه زمینې برابریږي.
په همدې موخه ټولو هغو شرکتونو ته چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي خبر ورکول کیږي، چې د نورو نندارتونونو په څېر د دوی باکیفیته توکو ته د بازار موندنې په موخه په څلورویشتم کرنیز نندارتون کې هم ننداریزې غرفې په پام کې نیول شوي دي. تاسو کولای شئ، چې د غرفو د تر لاسه کولو په پار سر له ننه د تلي تر
۲۰ مې نېتې پورې د ثبت او غرفو اخیستلو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ او یا په لاندې شمېرې او برېښنالیک اړیکه ونیسئ:
۰۷۸۱۹۸۰۱۸۰ / ۰۲۰۲۹۲۲۴۴۰
af.gov.mail@agfair
یادونه: غوښتنې مو د
۱۳۹۸ یم کال د تلي له ۲۰ مې نېټې وروسته نه منل کیږي.
د یادونې وړ ده، کومې غرفې چې په چارت کې په مشرحه توګه تشریح شوي دي؛ د کرنیز نندارتون تر پایه د څلورو وروځو لپاره د شرکتونو، پروژو، کوپراتیفونو، ټولنو، د کرنې اولاسي صنایعو اتحادیو او د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړونده ریاستونو په واک کې ورکول کیږي.

Latest announcements

Tue, Sep 17 2019 5:30 PM
Background image

Join the 24th Autumn Agricultural Products’ Exhibition

The 24th Autumn Agricultural Products’ Exhibition will be held at Kabul’s Badam Bagh Research Farm for four days from 10.16.2019-10.20.2019 (24.7.1398-27.7.1398 Solar Year).
Quality . . .

Mon, Feb 25 2019 1:45 PM
Background image

Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock (MAIL) will host farmers’ festival and 22nd Spring Exhibition from March 22-26

Dear Compatriots;
The Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock (MAIL) will host farmers’ festival and 22nd Spring Exhibition from March 22-26 (Hama 2-6, 1398 Solar Year) in . . .

Back to announcements