د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هګیو واردوونکو سوداګرو ټولنې سره وکتل  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۹:۴۰
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هګیو واردوونکو سوداګرو ټولنې سره وکتل  

۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د هګیو واردوونکو سوداګرو ټولنې غړو سره په یوه ناسته کې د هګیو وارداتو او بانکي تعرفو په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټينګار وکړ، چې د وزارت موخه د سوداګرو ملاتړ او هغوی د هېواد دننه پانګونې ته هڅول دي. نوموړي وویل: «موږ نه غواړو چې سوداګر زیانمن شي، خو زموږ اساسي موخه دا ده، چې پر وارداتو د تکيې پر ځای، سوداګر د هېواد دننه تولید وکړي.»
د هګیو واردوونکو سوداګرو د ټولنې رییس، نجیب‌الله، په دې ناسته کې وویل: «زموږ اساسي موخه ځان‌بسیاينه ده. موږ هڅه کوو چې د چرګانو لوی فارمونه جوړ کړو. دا ګام به د سوداګرو، خلکو او دولت لپاره ګټور وي، خو موږ ملاتړ ته اړتیا لرو.»  
افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې ځان‌بسیاينې ته نږدې شوی، خو د هګیو تولید یې لا هم بسنه نه کوي او د دې محصول یوه لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه واردېږي. په هېواد کې زرګونه د چرګانو فارمونه فعال دي چې د غوښې او هګیو په تولید بوخت دي.


معین زراعت و مالداری با اتحادیه تاجران واردکننده تخم‌مرغ دیدار کرد
۷ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، در دیداری با اعضای اتحادیه واردکننده‌گان تخم‌مرغ، درباره واردات تخم‌مرغ و تعرفه‌های بانکی گفتگو کرد.
در این دیدار، معین زراعت و مالداری تأکید کرد که هدف وزارت، حمایت از تاجران و تشویق آنان به سرمایه‌گذاری در داخل کشور است. او گفت: «ما نمی‌خواهیم تاجران متضرر شوند، اما هدف اصلی ما این است که به‌جای واردات، تاجران در داخل کشور تولیدکننده باشند.»
نجیب‌الله، رئیس اتحادیه واردکننده‌گان تخم‌مرغ، در این نشست بیان کرد: «هدف عمده ما خودکفایی است. ما تلاش داریم فارم‌های بزرگ مرغ تخمی ایجاد کنیم که این اقدام به سود تجاران، مردم و دولت خواهد بود، اما نیازمند حمایت هستیم.»
افغانستان در تولید گوشت مرغ به خودکفایی نزدیک شده است، اما در تولید تخم‌مرغ هنوز بسنده نبوده و بخش قابل توجهی از این محصول از کشورهای همسایه، به‌ویژه پاکستان و ایران، وارد می‌شود. هزاران فارم مرغداری در کشور فعال است که در زمینه تولید گوشت و تخم فعالیت دارند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت