د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسؤولینو سره د نویو پروژو د پلي کېدو په موخه وکتل
۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوانډيپي» د پراختیايي پروګرامونو له مسؤول فهاد بنګیش او مل پلاوي سره وکتل او د ګډو همکاریو او نویو پروژو د پلي کېدو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسؤولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره په همغږۍ د نویو پروژو د پلي کېدو لپاره د خپل چمتووالي خبر ورکړ.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دواړو لورو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د پروژو د پلي کېدو پر مهال باید اغېزمنتیا، روڼتیا او حسابورکونه په پام کې ونیول شي او پروژې د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له مخې پر مخ یووړل شي، څو د خلکو لپاره اغېزمنې او ګټورې تمامې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې بېلابېلو مؤسسو او نړۍوالو سازمانونو افغانستان ته د پام وړ مالي مرستې راوړې دي؛ خو بنسټیزې او زیربنایي چارې په لازم ډول نه دي ترسره شوې. له همدې امله، د نویو پروژو د پلي کېدو پر مهال باید د هغو اغېزمنتیا، دوامدارو پایلو او بنسټیزو اغېزو ته جدي پاملرنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام «یوانډيپي» د ملګرو ملتونو یو نړۍوال بنسټ دی، چې د بېوزلۍ د کمولو، د نابرابریو د راکمولو او د هېوادونو د دوامدارې پراختیا د ملاتړ په برخو کې فعالیت کوي.
