د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سولې ریښې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۷
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سولې ریښې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د سولې ریښې مؤسسې له چارواکو سره وکتل.
 دغه غونډه چې د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ په دفتر کې جوړه شوې وه، د غې مؤسسې د بازارموندنې رییس شوکت الله خرم د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته په ملي او نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون او په ولایتونو کې د یادې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. 
ښاغلي خرم په دوبۍ، آذربایجان، سعودي عربستان او د کابل په بادام باغ کې په جودېدونکي نندارتون کې د افغان بزګرانو او بڼوالو د محصولاتو د شریکولو او نندارې ته وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ملاتړ په موخه د بنسټونو، مؤسسو، کرنیزو او مالدارۍ شرکتونو ګډون اغېزمن وباله او په نندارتونونو کې یې د لا زیات ګډون غوښتنه وکړه.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان موسسه بنیاد های صلح
۸ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم‌ عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان موسسه(Roots of peace) بیناد های صلح ملاقات کرد.
این دیدار در دفتر معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت صورت گرفت و شوکت الله خرم رئیس بازاریابی این موسسه در مورد اشتراک در نمایشگاه‌های ملی و بین‌المللی و فعالیت‌های شان در ولایات به معین زراعت و مالداری معلومات ارائه نمود.
آقای خرم در مورد اشتراک و نمایش محصولات دهقانان و مالداران افغانستان در نمایشگاه‌های دوبی، آذربایی جان، عربستان سعودی و نمایشگاه پیش‌رو در بادام باغ کابل معلومات ارائه نمود.
بعدآ معین زراعت و مالداری سهمگیری موسسات، نهادها، شرکت‌های زراعتی و مالداری را برای حمایت از محصولات زراعتی و مالداری داخلی موثر  عنوان نموده و  خواستار اشتراک بیشتر در نمایشگاه‌ها شد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د  فراه دوو ولسوالیو کې د ټرایکوډرما قارچونو  پروګرام پای ته ورسېد

۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په لارښونه، د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ، د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۲۷
Background image

د ننګرهار د زیتونو سږني حاصلات څه باندې ۱۳۰۰ ټنه اټکل شوي

۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال به د زیتونو فارمونه د اټکل له مخې شاوخوا ۱۳۰ زره لیټره حاصل ورکوي او زرګونه لیټره خالص تېل به. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د لغمان الینګار کې د عشر او زکات عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د الینګار ولسوالی د عشر او زکات مسؤلینو د کشردکاه سیمې قومي مشرانو او علمای کرامو سره د عشر او زکات په اړه د عامه پوهاوي ناسته وکړه.
په دې. . .

بازگشت