د کرنیزو سوداګرو د پام وړ!

mail-admin
د کرنیزو سوداګرو د پام وړ!

د بڼوالۍ د ځنځیروي ارزښت د ودې سکتوري پروژه (HVCDSP) د هېواد په کچه د بڼوالۍ او کرنیزې سوداګرۍ په برخه کې یوه ستره پروژه ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د هېواد په یوولسو ولایتونو (کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، وردګ، ننګرهار، کنړ، لغمان او بامیان) کې کار کوي. دا پروژه د ۷۵ ملیونه ډالرو په ارزښت د آسیايي پراختیايي بانک لخوا تمویلیږي. یاده پروژه په هېواد کې د کرنیزې سوداګرۍ د لا پرمختګ په پار په پام کې لري ترڅو د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د بڼوالۍ په برخه کې له کرنیزو سوداګرو سره بلا ناغه مرسته وکړي.
له همدې امله د یادو ولایتونو کرنیزو سوداګرو ته خبر ورکول کیږي تر څو د کرنیزو تشبثاتو په برخه کې د بلا ناغه مرستو د ترلاسه کولو لپاره د یادې پروژې له چارواکو سره د لاندې برېښنالیک له لاري اړیکه ونیسي.

agribusiness.hvcdsp@mail.gov.af

خبرتیاوې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات خرڅ کړئ

ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست له خوا د بزګرمېله او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ ام لمریز کال د غویی میاشتې له . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۲۰
Background image

رسنیز بلنلیک: د ۱۴۰۴ لمریز کال د راتګ په مناسبت د نیالګیو اېښودو کمپاین

رسنیز بلنلیک
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال د راتګ په مناسبت «د نن نیالګی، د راتلونکي هوساینه» تر شعار لاندې د نیالګیو اېښودو کمپاین د کابل . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

رسنیز بلنلیک:

رسنیز بلنلیک:
ټاکل شوې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق د کرنې وزارت د رهبرۍ په حضور کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په موخه خپل د اسلامي مالي . . .

Back to announcements