د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي
۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د سپین غر ولسوالی د ترویج مدیریت د معلوماتو له مخې، یاد کانال او سربند په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي، چې ۱۶۷ متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري. د دې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې شاوخوا ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه په منظم او اساسي ډول خړوبېږي او نږدې ۱۵۰ ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دغه کانال جوړول به د اوبو په ښه مدیریت، د اوبو د ضایعاتو په کمولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې مهم رول ولري.
