د ننګرهار د خرماوو کلنۍ توليد ۱۵۰ ټنو ته رسيږي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۲۰:۴۴
حاصلات سالانه‌ی خرمای ننگرهار به ۱۵۰ تن می‌رسد
۱۶ وږی ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې په دې ولایت کې د خرما بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او کلنۍ تولید يې، څه باندې ۱۵۰ ټنو ته رسيږي. د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کړي. ننګرهار کې د خرماوو ۸۰ جريبه بڼونه جوړ شوي، چې ډېری يې ددې ولايت د ګوشتې او سرخ رود په ولسواليو کې دي. ددې ترڅنګ په دې ولايت کې د مېوو کلکسيون هم شتون لري، چې د خرما ونې هم په کې کرل شوي دي. د ننګر هار د کرنې ریاست وايي، چې راتلونکی کال په دې ولایت کې د خرماوو ۳۵۱ جريبه بڼونه جوړيږي، چي ۱۸۰ جريبه يې د وادي کرنیز شرکت له لوري جوړیږي. که په دې ولايت د خرما بڼونو جوړولو ته د خلکو لېوالتيا او دکرنې رياست هلې ځلې همداسې روانې وي لرې نه ده، چې ياد ولايت د خرماوو د توايد په برخه کې پرځان بسيا شي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت