د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د خرماوو ۱۵۰جریبه بڼونه جوړوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۵:۲۶
HVCDSP

۱۶ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دپراختیا پروژه «HVCDSP» په پام کې لري، چې د ۱۴۰۰ام مالي کال په ترڅ کې د ننګرهار، لغمان او خوست په ولایتونو کې د خرماوو ۱۵۰ جریبه بڼونه جوړ کړي.
ددغو جوړېدونکو بڼونو له ډلې ۷۵ جریبه یې په ننګرهار، ۵۰ جریبه یې په خوست او ۲۵ جریبه یرې دلغمان په ولایت کې جوړیږي. یاد ولایتونه د خرماوو ونو د ودې په پار مناسبه اوبه-هوا او چاپېریال لري. ددغو بڼونو په جوړېدو سره په یادو ولایتونو کې د خرماوو بڼونو د پراختیا او دودولو په برخه کې اغېزناک ګامونه اخیستل کیږي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي.هلمند، فراه، کندهار، لغمان ، خوست او ننګرهار د خرماووپالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مهمو پروژو څخه دی، چې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تمویلیږي. او د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې، چې د مېوو او سبو ستر تولیدوونکي دي د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا، د بڼوالۍ محصولاتو د وارداتو د بېلانس بدلون او صادراتو د زیاتوالي په موخه فعالیت کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

کندهار کې د ناروغیو مخنیوي او صحي غوښې وړاندې کولو په موخه د څارویو د معاینې لړۍ؛ د ډنډ مسلخ کې څه باندې ۱۱۰۰ څاروي معاینه شوي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ھ.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د ډنډ ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې یو زر او ۱۱۷ څاروي معاینه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

خوست کې د بې کیفیته استراګانو دمخنیوي په پار هڅې

۲۲ مرغومې۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رجب المرجب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه ددې ریاست د مالدارۍ آمریت په مشرۍ ګډ پلاوي داستراګانو کیفیت معلومولو او نورو برخو کې د ښه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۴۶
Background image

د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د ترانزیتي ستونزو د حل لپاره غونډه دایره شوه  

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ھ.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
پاکستان او ازبکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په ترانزیتي ستونزو د بحث او حل لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د. . .

بازگشت