د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د خرماوو ۱۵۰جریبه بڼونه جوړوي

mail-admin
Tue, Jan 05 2021 3:26 PM
HVCDSP

۱۶ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت دپراختیا پروژه «HVCDSP» په پام کې لري، چې د ۱۴۰۰ام مالي کال په ترڅ کې د ننګرهار، لغمان او خوست په ولایتونو کې د خرماوو ۱۵۰ جریبه بڼونه جوړ کړي.
ددغو جوړېدونکو بڼونو له ډلې ۷۵ جریبه یې په ننګرهار، ۵۰ جریبه یې په خوست او ۲۵ جریبه یرې دلغمان په ولایت کې جوړیږي. یاد ولایتونه د خرماوو ونو د ودې په پار مناسبه اوبه-هوا او چاپېریال لري. ددغو بڼونو په جوړېدو سره په یادو ولایتونو کې د خرماوو بڼونو د پراختیا او دودولو په برخه کې اغېزناک ګامونه اخیستل کیږي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي.هلمند، فراه، کندهار، لغمان ، خوست او ننګرهار د خرماووپالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مهمو پروژو څخه دی، چې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تمویلیږي. او د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې، چې د مېوو او سبو ستر تولیدوونکي دي د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا، د بڼوالۍ محصولاتو د وارداتو د بېلانس بدلون او صادراتو د زیاتوالي په موخه فعالیت کوي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS