خوست کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو چارې ګړندي شوي
۲۱ تله ۱۳۹۹
په نږدې راتلونکې کې به په خوست کې د پیازو د ۱۹ او د کچالو د ۴۹ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه زېرمتونونه د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې ونډې سره د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د خوست ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې جوړیږي.
دغه زېرمتونونه هر یوه یې د پنځه مټریک ټنه پیازو او کچالو د ساتنې وړتیالري.
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې سږکال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د خوندي کولو په پار د پیازو او کچالو صفر انرژۍ سړې خونې «زېرمتونونه» جوړ کړي دي.