جوزجان کې ۳۲۲ کرنیزې پروژې د بشپړېدو په درشل کې
د جوزجان په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدریت اړوند د ۳۲۲ پروژو رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي.
په دغو پروژو کې، ۱۵۰ ممیزخونې، د پیازو ۱۴۰ زېرمتونونه، د کچالو ۲۰ زېرمتونونه او د انارو او مڼو لپاره دوه صفردرجې سړې خونې جوړول شامل دي. ددغو پروژو ټولیز لګښت ۱۵۵میلیونه او ۴۴۴ زره افغانۍ ده. یادې پروژې د جوزجان مرکز شبرغان په ګډون ددې ولایت په لسو ولسوالیو کې پلي کیږي. د یادو پروژو له ډلې د ډېرو پروژو چارې بشپړې شوي او د پاتې هغو چارې هم ډېرژر بشپړیږي.