بغلان کې په ۳۴۴ بېوزله مېرمنو د چرګانو پالنې وړې فارمونه ووېشل شول

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۷
بغلان کې په ۳۴۴ بېوزله مېرمنو د چرګانو پالنې وړې فارمونه ووېشل شول

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خلکو په ګډون دک رنې او مالدارۍ پروژې «CLAP» له لارې ددې ولایت په ۳۴۴ بېوزله او کونډو مېرمنو د چرګانو روزنې ۳۴۴ واړه فارمونه وېشلي دي.
دغه واړه فارمونه چې د مرکزي بغلان، دوشي، بنو اندرآب او ده صلاح په ولسوالیو کې پر بېوزله او کونډو مېرمنو وېشل شوي دي، په کې ۶۰ دهګیو چرګان، شپږ دانې آب خوره، شپږ دانې دانه خوره، د چرګانو ۵۶۶ کیلو دانې او د اړتیا وړ واکسینونه شامل دي.
د بغلان دکرنې رییس عبدالغیاث صدیقي وایي، چې په بېوزله مېرمنو د چرګانو پالنې د یادو وړو فارمونو د وېش موخه په دې ولایت کې د چرګانو پالنې د صنعت دودول او د یادو مېرمنو د اقتصادي وضعیت ښه کولو په پار مرسته ده. ښاغلی صدیقي وایي، چې د یادو فارمونو وېش برخمنو مېرمنو ته د ښه کاري بوختیاوې زمینه برابروي.
له دغو فارمونو برخمن شوې مېرمنې د بغلان د کرنې ریاست دغه ګام ستایي او ترې مننه کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت