بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د مقر، سنگ آتش او دره بوم په ولسوالیو کې رغول شوي دي. همدارنګه، له ۱۴۰۱ هـ.ش کال راپدېخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د «جیف ۶» پروژې له لارې یوازې د آبکمري ولسوالۍ په کچه شاوخوا ۳۱۰۰ هکټاره د پستې بڼونه بېرته ورغول شول او ټاکل شوې ده، چې سږکال هم نږدې ۹۴ هکټاره نور بڼونه احیا شي.
د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي، دا مهال په بادغیس ولایت کې له ۳۰ زرو هکټارو څخه زیات د پستې بڼونه شتون لري او د بیارغونې، جوړولو او د طبیعي پستې ځنګلونو د ساتنې له دوام سره دغه شمېر په زیاتېدو دی.
سره له دې، چې وروستیو وچکالیو، اقلیمي بدلونونو او د ونو وخت نه مخکې ګل کولو د پستې ونې زیانمنې کړې دي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي هڅه کوي، چې د دې محصول د تولید کچه لوړه کړي.
د بادغیس پسته د دغه ولایت د بزګرانو د عاید له مهمو سرچینو ګڼل کېږي او نړۍوال شهرت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت