اروزګان کې د وړیو راټولولو۱۶ مرکزونه جوړ شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۰:۵۲
اروزګان کې د وړیو راټولولو۱۶ مرکزونه جوړ شوي

۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د اروزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست اړوند د مالداري او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا، د «ډي، سي، اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دمرکز ترڅنګ د۴  ولسوالیو یوشمېر مالداران د څارویو د وړيو راټولولو او سرت بندۍ  په برخه کې روزل شوي دي.
د اروزګان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت مرکزترینکوټ ترڅنګ دخاص اروزګان ، دهراود ،چوره اوچنارتو ولسوالیو کې دوړیو راټولولو په پار ۱۶ مرکزونه جوړ شوي دي، چې ددغو مرکزونو اړوند مالدارانو ته د وړیو راټولولو او سرت بندۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شوې ده.
ددغو روزنیزو پروګرامو په لړکې مالدارانو ته د څارویو د وړیو راټولولو، سرت بندۍ او دوړيو راټولونکو او بازار ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
په ورته مهال ګډونوالو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د اروزګان د کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت