اروزګان کې د وړیو راټولولو۱۶ مرکزونه جوړ شوي
۷ چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۲۰ ذیالحِجّة ۱۴۴۵ه.ق
د اروزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست اړوند د مالداري او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا، د «ډي، سي، اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دمرکز ترڅنګ د۴ ولسوالیو یوشمېر مالداران د څارویو د وړيو راټولولو او سرت بندۍ په برخه کې روزل شوي دي.
د اروزګان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې ولایت مرکزترینکوټ ترڅنګ دخاص اروزګان ، دهراود ،چوره اوچنارتو ولسوالیو کې دوړیو راټولولو په پار ۱۶ مرکزونه جوړ شوي دي، چې ددغو مرکزونو اړوند مالدارانو ته د وړیو راټولولو او سرت بندۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو لړۍ پیل شوې ده.
ددغو روزنیزو پروګرامو په لړکې مالدارانو ته د څارویو د وړیو راټولولو، سرت بندۍ او دوړيو راټولونکو او بازار ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
په ورته مهال ګډونوالو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د اروزګان د کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.